شیخ الازهر: د قرآن او سُنتو 'غلط لوستل' سخت دریځي زیږوي

د عکس سرچینه، AP
د مصر الازهر نوموتي اسلامي پوهنتون امام احمد الطیب په مکه مکرمه کې د "اسلام او د ترهګرۍ مبارزه" په نامه کنفرانس کې ویلي، د قرآن او سُنتو ناسم لوستل د مسلمانانو ترمنځ د سخت دریځۍ پیدا کېدو لامل شوي.
نوموړي د سخت دریځۍ پروړاندې د مذهبي لارښوونو د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.
نوموړي اسلامي هېوادونه د "ناسمو مفاهیمو" د تصحیح لوري ته راوبلل.
ده وویل، سخت دریځي "د مسلمانانو د وېش لامل شوې" چې په وینا یې ددې چارې ترشا د "ښکېلاکګرو او صیونیستانو" لاسونه دي.
ښاغلي طیب د کنفرانس پیل کې ترهګرې ډلې وغندلې او سخت دریځي یې له "قرآن کریم او د پیغمبر له ژوند او سنتو نه ناسم" تعبیر وباله.
هغه وویل: "د اسلامي امت د یووالي او بیا راژوندي کېدو لپاره یوازېنۍ هیله دا ده چې په ښوونځیو/مدرسو او پوهنتونونو کې د مسلمانانو د تورونو پر وړاندې مبارزه وشي."
د سعودي عربستان پاچا سلمان کنفرانس ته په استول شوې وینا کې ترهګري "د ټول مسلمان امت او ګردې نړۍ لپاره یو ګواښ" وباله.
هغه وویل: "ترهګري داسې یوه بلا ده، چې د سخت دریځۍ له ایډیالورۍ پیدا شوې ده".
دغه درې ورځني کنفرانس ته، چې د تېرې یکشنبې په ورځ پیل شوی، له اسلامي نړۍ نه ګڼ مذهبي مشران ورغلي دي، چې تر ډېره به یې بحث د ترهګرۍ پرضد مبارزې ورټول وي.
د سعودي پاچا دا هم ویلي چې: "لارورکو او ګمراه کوونکو ترهګرو د اسلام دښمنانو ته دا فرصت ورکړی، چې زموږ په دین پورې ناوړه څیزونه وتپي، او د اسلامي دین پلویان، چې شمېر یې تر یو نیم میلیارد اوړي، پر هغه څه تورن کړي، چې له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري."
د مکې امیر خالد الفیصل د ملک سلمان په استازیتوب د هغه پیغام ولوست.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، Getty Images








