د امریکا دفاع وزیر کویت کې د "داعش" مبارزه لټوي

د عکس سرچینه، AP
د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر په کویت کې له امریکايي پوځي قومندانانو او دیپلوماتانو سره د "اسلامي دولت پروړاندې د جګړې هڅې ارزوي.
کارتر لومړی افغانستان ته تللی و، چې د تېرې یکشنبې په ورځ کویت ته په ناڅاپي سفر ورسېد.
نوموړي ته د کویت په عریفجان پوځي اډه کې د امریکايي پوځ لوړپوړي افسران او سفیران ورغلي دي.
یوه پوځي چارواکي وویل، که څه هم په دې ناسته کې د هرې کچې دیپلوماتان او پوځيان ګډون لري، خو کارتر غواړي بحث یې آزاد وي او هرڅوک خپل نظر په آزادانه ډول څرګند کړي.
دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د ناستې هدف د نوې تګلارې ټاکل نه دي، بلکې د "جهادیانو" له لوري د متوجه ګواښونو د مخنیوي لپاره د معقولو حل لارو لټول او پر دوی برلاسي پیدا کول دي.
ښاغلی کارتر به له پوځي او دیپلوماتیک اړخونو نه وضعیت وڅېړي، چې په دې کې د عراقي حکومت له لوري د "اسلامي دولت" پروړاندې د سُنیانو وسله وال کول هم شامل دي.

د عکس سرچینه، Reuters
یاده سرچینه وايي، کارتر به په لیبیا، مصر، او افغانستان کې د هغو ډلو په تړاو هم پوښتنې راپورته کړي، چې له "اسلامي دولت" سره یې خپل بیعت او خواخوږي اعلان کړې او نورې ډلې غواړي په راتلونکو کلونو کې له دغې ډلې سره خپل بیعت اعلان کړي.
دغې غونډې ته د "اسلامي دولت" پروړاندې د امریکايي ایتلاف قومندان جنرال جیمز تیري، په افریقا او اروپا کې د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندې قومندانان، او د ځانګړو او ګډو ځواکونو د عملیاتو مشران هم ورغلي دي.
ناستې ته د "اسلامي دولت" پرضد د امریکايي ایتلاف لپاره د اوباما ځانګړی استازی جان الن او سوریې ته د امریکا ځانګړی استازی، په مصر، اردن، کویت، سعودي عربستان او اماراتو کې د امریکا سفیران هم ورغلي دي.

د عکس سرچینه، AP
کارتر ویلي، "اسلامي دولت" ته د سیمې ییزې قضیې په سترګه ګوري، چې په وینا یې "ومې غوښتل چې د ټولو بنسټونو او تجربو څښتن پکې ګډون وکړي".
''اسلامي دولت'' ډله دا مهال د عراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده.








