عراقي او کردي ځواکونو د موصل بېرته نیولو هوډ کړی

د عکس سرچینه، AFP
د امریکايي چارواکو په وینا، په عراق کې له عراقي او کردي پیشمرګه ځواکونو ۲۵ زره جنګیالیو جوړې شوې قوې له (اسلامي دولت) نه د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره چمتووالی نیولی دی.
دغه امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې د موصل د بېرته نیولو عملیات به په راتلونکو اپریل او مې میاشتو کې پیل شي.
موصل د عراق دویم لوی ښار دی، چې دا مهال د (اسلامي دولت) د جنګیالیو تر کنټرول لاندې دی.
موصل ښار شاوخوا نیم میلیون وګړي لري چې څو میاشتې مخکې (اسلامي دولت) ونیو.
د امریکايي چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې ټول چمتو شوي ځواکونه د امریکايي پوځي روزونکو له خوا روزل کېږي، خو تر اوسه ددغو عملیاتو د ترسره کېدو او د امریکايي ملاتړ په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
دغې امریکايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، امریکا ټینګار لري چې د داعش جنګیالي د شاتګ په حال کې دي او واشنګټن اړ دی چې عراقي ځواکونه ددې توانايي ولري چې نیول شوي ښارونه بېرته ونیسي.
د فبرورۍ په لومړیو کې عراقي لومړي وزیر حیدر العبادي منلې وه، چې ددغه هېواد ځواکونه د موصل ښار د نیولو لپاره ځانونه چمتو کوي.
د عراق لومړي وزیر له بي بي سي سره په خبرو کې هیلمندي ښودلې وه، چې موصل ښار به په راتلونکو څو میاشتو کې د کمو تلفاتو په مقابل کې ازاد شي.
ښاغلي عبادي دا هم ویلي وو د داعش پرضد د امریکا په مشرۍ د ایتلاف بریدونه په وروستیو پنځو اونیو کې ښه شوي دي.

د عکس سرچینه، AP
پر همدې مهال د څه باندې ۲۰ هېوادونو پوځي قومندانانو د تېرې پنجشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې یوه غونډه جوړه کړې وه، چې د داعش پروړاندې د عرقاي ځواکونو د پیاوړتیا لارې چارې ولټوي.
د پنجشنبې په ورځ د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي وو، په سوریه کې د ایتلافي ځواکونو بمباریو په رقه کې له داعش نه د ۱۹ سیمو په بېرته نیولو کې مهم رول لوبولی دی.
د سوریې رقه ښار د (اسلامي دولت) د خلافت پلازمېنه اعلان شوې وه.








