کردي پیشمرګه زرتک غر له "اسلامي دولت" بېرته نیولی

میور وايي، د زرتک غره شاوخوا کلي لاهم د "اسلامي دولت" له جنګیالیو سره دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، میور وايي، د زرتک غره شاوخوا کلي لاهم د "اسلامي دولت" له جنګیالیو سره دي.

کردي ځواکونو د امریکا په هوايي ملاتړ د "اسلامي دولت" له جنګیالیو د زرتک مهم غر بېرته نیولی. دغه غر د عراق شمال کې د موصل ختیځ ته غځېدلی.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، د اسلامي دولت تر ۳۰ ډېر غړي وژل شوي دي.

زرتک غر له تېر جولای راهیسې د "اسلامي دولت" په لاس کې و، چې د دواړو غاړو لپاره یې ستراتيژيک اهمیت درلود.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې پیشمرګه ځواکونو ددغه غره د بېرته نیولو هڅې کولې.

د بي بي سي خبریال جیم میور وايي، د زرتک غره د بېرته نیولو په هدف لنډه نښته وشوه، خو د "اسلامي دولت" تر ۳۰ ډېر جنګیالي پکې ووژل شول.

کردي ځواکونو ویلي، د امریکا هوايي ملاتړ د دوی عملیات چټک او د دغه غره بېرته نیولو کې مهم رول درلود.

میور وايي، د زرتک غره شاوخوا کلي لاهم د "اسلامي دولت" له جنګیالیو سره دي.

د عراق په شمال کې د 'اسلامي' دولت پرضد ښځینه کردۍ پوځیانې هم جنګېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د عراق په شمال کې د 'اسلامي' دولت پرضد ښځینه کردۍ پوځیانې هم جنګېږي.

کردي ځواکونو څو ورځې وړاندې د موصل شمال لوېدیځ زمار سیمه او د موصل بند ته څېرمه کلیو کې د "اسلامي دولت" جنګیالي پسې واخیستل.

وروسته تر هغه چې "اسلامي دولت" د عراق مهمې شمالي سیمې او ښارونه ونیولو د امریکا متحدو ایالتونو په تېر اګست کې د "اسلامي دولت" پر ځینو مرکزونو بمباري وکړه.

د "اسلامي دولت" له لوري د یوه امریکايي خبریال سټیفن سوتلوف د سر غوڅولو د وېډیو تر خپرېدا وروسته، امریکايي ولسمشر بارک اوباما د تېرې چارشنبې په ورځ ددغې ډلې د ختمولو ژمنه وکړه.

وړاندې ددغې ډلې جنګیالیو د یوه امریکايي خبریال جیمز فولي او کردي جنګیالیو په ګډون د ګڼو نورو کسانو سرونه هم غوڅ کړي دي.

عراقي ځواکونو په وروستیو کې د کردي ځواکونو په ملاتړ او د شیعه ملېشو په حمایت د "اسلامي دولت" له واکه ځینې ښارونه وایستل.

دغو ګډو ځواکونو وکړای شو، چې له یو شمېر ښارونو د "اسلامي دولت" جنګیالي په شا وتمبوي، خو دغه ډله لاهم د عراق پر زیاترو سیمو واکمنه ده.

د عراق شمال کې موصل ددغه هېواد له لویو او مهمو ښارونو دی، چې تر ډېره پکې سني وګړي مېشت دي، خو کردي ځواکونه وايي، چې په یوازې سر یې بېرته نیول ورته ګران دي.

۱۹ کلنه دیرن

د عکس سرچینه، BBC Gabriel Gatehouse

د عکس تشریح، ۱۹ کلنه دیرن د سوري کردي ملېشو یوه غړې ده، چې د 'اسلامي دولت' پروړاندې جنګېږي.

د کردي کومانډو ځواکونو قومندان جنرال عزیز اویسي ـ چې دغه غر دده په مشرۍ ونیول شو- بي بي سي ته وویل، ددغه غره نیول ډېر مهم وو، نه یوازې د دې لپاره چې د کردستان دفاع ترې کېدله، بلکې د نورو سیمو د بېرته نیولو لپاره هم ستراتيژیک اهمیت لري:

"دا د عراقیانو لپاره هم مهم غر دی؛ ځکه چې د موصل د بېرته نیولو لپاره ستراتیژيک اهمیت لري."

تېره اونۍ، عراقي حکومتي رسنیو وویل، چې د "اسلامي دولت" یو جګپوړی قومندان ابو علا العراقي پر موصل د بمبارۍ پرمهال وژل شوی.

نوموړی د "اسلامي دولت" د مشر ابوبکر البغدادي یو نژدې همکار و.

خو تر اوسه "اسلامي دولت" خپل دغه مشر وژل کېدل نه دي تایید کړي.

کردي پیشمرګه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کردي پیشمرګه ځواکونه عراق کې د 'اسلامي دولت' پروړاندې یوه جنګېدونکې ډله ده.
پیشمرګه وايي، په یوازې سر د موصل نیول ورته ګران دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پیشمرګه وايي، په یوازې سر د موصل نیول ورته ګران دي.

په وروستیو میاشتو کې "اسلامي دولت" د عراق او سوریې ځینې مهمې سیمې ونیولې، او بیا وروسته یې ابوبکر البغدادي خپل "خلیفه" اعلان کړ.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې "اسلامي دولت" په بې رحمۍ او ډله ییزو وژنو او د له مذهبي لږکیو سره په ناوړه چلند تورنوي.