د "اسلامي دولت" پرضد د ناټو جنګي ایتلاف چمتو شوی

د عکس سرچینه، BBC World Service
امریکايي ولسمشر بارک اوباما ویلي، په عراق کې د "اسلامي دولت" جنګیالیو پرضد له امریکا سره د ناټو جنګي ایتلاف جګړې ته چمتو دی.
اوباما دا څرګندونې د بریتانیا وېلز کې د ناټو سرمشریزې ته کړې دي.
د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل ویلي، په دغه ایتلاف کې امریکا، برتانیا، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، جرمني، ایټالیا، پولنډ او ترکیه شامل دي.
په وروستیو میاشتو کې د "اسلامي دولت" جنګیالیو د عراق او سوریې ځینې مهمې سیمې نیولې دي.
بارک اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ناټو سرمشریزه کې د دفاع د وزیرانو یوه غونډه راوبلله، چې په عراق کې د "اسلامي دولت" پرضد د یوه ایتلاف جوړولو هوکړې ته ورسېږي.
ښاغلي کیري وویل: "موږ باید پر دوی په داسې طریقه برید وکړو، چې د دوی د پرمختګ مخه ونیوله شي، د عراقي امنیتي ځواکونو او په سیمه کې د نورو هغو ډلو ملا وتړو، چې د اسلامي دولت پروړاندې جنګېږي."
اوباما د وینا په پای کې وویل، په عراق کې د دغې ډلې پروړاندې د "مرکزي عملیاتو" ایتلاف بریدونو ته چمتو دی.
دی وايي، چې دغه ایتلاف پخپلو کې پوځي او استخباراتي معلومات شریکوي، خو دیپلوماتیکې هڅې هم پکې شاملې دي.
اوباما وویل، واشنګټن به د "اسلامي دولت" ډله د القاعدې شبکې په څېر وځپي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند مخکې ویلي وو، که چېرې د عراق حکومت غوښتنه وکړي، هېواد یې په عراق کې د "اسلامي دولت" ډلې پروړاندې پوځي همکارۍ ته چمتو دی.
خو د کاناډا لومړي وزیر سټیفن هارپر وویل، هېواد یې عراق ته د دغه هېواد له ځواکونو سره د اسلامي دولت د جنګیالیو پرضد جګړه کې د سلامشورې ورکولو ته چمتو دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
په پام کې ده، چې د کاناډا پوځيان هم عراق ته د ۳۰ ورځو ماموریت لپاره واستول شي، خو د ماموریت د اوږدولو په اړه به وروسته پرېکړه کوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service








