القاعده وايي، هند کې څانګه جوړوي

د عکس سرچینه، Reuters
الظواهري په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، د هند په نیمه وچه کې القاعده خپله یوه څانګه جوړوي.
په دغه ۵۵ دقیقه ییز پیغام کې الظواهري د افغانستان د طالبانو د تحریک له مشر ملا محمد عمر سره خپل بیعت اعلان کړی او وايي چې په هند کې د القاعدې شبکې څانګه به په ختیځه اسیا کې ''د جهاد بیرغ رپانده'' کړي.
خبریالان وايي، ښکاري چې له ملا عمر سره بیعت کول د اسلامي دولت له ډلې سره یو ډول د پولې رامنځ ته کول دي.
په دغه خپره شوې ویډیو کې د القاعده مشر په خپلې مورنۍ عربي ژبې سربېره په اردو ژبه هم خبرې کوي.
د القاعدې دغه مشر له اسلامي "امت" غوښتي چې د "دښمنانو پر وړاندې جهاد وکړي، اسلامي خاوره ازاده کړي، تر څو بیا ازادۍ ترلاسه کړي او اسلامي خلافت بیا را ژوندی کړي".
په دغه وېډیو کې د الظواهري له څرګندونو ښکاري چې د "هند نیمه وچه کې د القاعدې شبکې څانګه" به په برما، بنګله دېش او د هند په زیاترو مسلمان مېشتو سیمو کې فعالیت ولري.
القاعده تر ډېره پاکستان کې فعاله ده. د دغې ډلې څانګه په ۱۹۸۸ کال کې په پېښور کې جوړه شوه.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په قبایلي سیمو کې د القاعدې پېژندل شوې روزنځایونه شته دي.
په پاکستان کې له القاعدې سره "لشکر جهنګوي" او "لشکر طیبه" ډلې تړلې دي.
د حقاني شبکه او نورو پاکستاني طالبانو ډلې له القاعده سره همغږي دي. د ازبکستان اسلامي غورځنګ هم د القاعده په څېر د پاکستان په سرحدي سیمو کې پټې شوې او پناه یې اخیستې ده.
شنونکي وايي، د القاعده ډلې زاړه مشران په دغو ورځو کې د "اسلامي دولت" (داعش) له ډلې سره د جنګیالیو په جذبولو کې په سیالۍ کې دي.

د عکس سرچینه، AP
د داعش اورپکې ډلې په ګرده نړۍ کې د ځوان پیروانو په خپلولو کې بریالۍ وه او څو میاشې کېږي چې د سوریې او عراق بېلابېلې برخې یې تر ولکې لاندې دي. د "اسلامي دولت" مشر ابو بکر بغدادي خپل ځان "خلیفه" ګڼي او د نړۍ له ټولو مسلمانانو یې غوښتي چې د نوموړي ملاتړ وکړې.
د القاعده او داعش ترمنځ اختلافات په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغې راپورته شول چې د ابو بکر بغدادي ملاتړو په سوریه کې په سر پرې کولو، اعدامولو او نورو سختو سزاو لاس پورې کړ.








