د هند يوه معبد کې ټېل ماټېل ۱۰ کسان وژلي

هندي چارواکي وايي د مرکزي هند په يوه معبد کې د هندوانو په يوه مېله کې د ټيل ماټيل پر مهال لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
پوليس وايي دغه پېښه د دوشنبې پر ورځ د ستنا په ولسوالۍ کې د چتر کوټ په سيمه کې د کامتانات په معبد کې شوې ده.
زرګونه مريدان دغه معبد ته څېرمه راټول شوي وو، چې د سوم وتي اماويسا په نوم مراسم ولمانځي.
ځايي چارواکي وايي دا لا روښانه نه ده چې د دغه ټېل ماټېل انګېزه څه وه.
دغلته د پوليسو مشر بي بي سي ته ويلي ښايي دغه وضعيت پر زيارت کوونکو د برېښنا د يوه مزي د شلېدو او راپرېوتو له امله رامنځته شوی وي.
د پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي يوې هندي ورځپاڼې ته ويلي په دغه ټېل ماټېل او ترهه خپرېدو کې يو شمېر کسان پر ځمکه غورځېدلې دي.
په هند کې د هندوانو مذهبي او کلتور مراسم ډېر کله د ټېل ماټېل او د زيارت کوونکو ترمنځ د وېرو خپرېدو له مرګونو پېښو سره مله وي.
تېر کال په اکتوبر مياشت کې د مدهيه پردېش ايالت په يوه معبد کې د وېرې خورېدو له امله ۹۱ زيارت کوونکي مړه شول، چې ډېره برخه يې ماشومان اوښځې وې.
په ۲۰۱۱ کال کې په کېرالا ايالت کې د مذهبي مراسمو پر مهال له ۱۰۰ زيات کسان ووژل شول.
دغه راز په ۲۰۰۸ کال کې هم په يوه معبد کې د ټېل ماټېل له امله له ۲۰۰ ډېر زیارت کوونکي مړه شول.








