هندي پوليسو يو تندلاری نيپال سره پر پوله نيولی

پولیس وايي هند ته مطلوب يو ډېر مهم اورپکی سيد عبدالکريم ټُنډا يې له نيپال سره پر پوله نيولی دی.
پر عبدالکريم د هند په لروبر کې له ۴۰ د زياتو بمي بريدونو د ترسره کولو تور دی.
په پلازمينه ډيلي کې يوه خبري کنفرانس ته د ډيلي پولیسو کمېشنر وويل، عبدالکريم به د شنبې په ورځ محاکمې ته وړاندې شي.
ده ويلي چې له عبدلکريم سره د پاکستان يو پاسپورت هم نيول شوی چې نوم يې عبدالقدوس پرې ليکل شوی دی.
د هند امنيتي ځواکونه وايي په ۲۰۰۴ کال کې يو ځل د ده د وژل کېدو خبر خپور شو، خو په ۲۰۰۵ وپتېيل شوه چې نوموړی په ترهګريزو بريدونو کې بوخت دی.
پوليس وايي عبدالکريم ۴۰ کلن و چې د تندلارۍ او ترهګرۍ فعاليتونو ته يې لاس واچوه
یوه لوړ پوړي چارواکي وویل، د غیر قانوني پاکستان مېشتې ډلې لشکر طیبه غړی عبدالکریم ټنډا هند ته له ډېرو مطلوبو تندلارو څخه یو و، چې هندي پولیسو یې سخت لټون کاوه.
دوی وايي نوموړي د بمونو په جوړولو ډېر مهارت درلود.
پولیس غواړي له نوموړي د ۱۹۹۳ کال د ممبيي بريدونو په تړاو پوښتنې وکړي، چې ۲۵۰ کسان په کې ووژل شول.








