'داعش' له سلیمان بیک په شا تمبول شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
عراقي شیعه نیمه پوځي ځواکونو او د عراقي کردانو نیمه پوځيانو د امرلي ښار تر کلابندۍ ماتولو وروسته د "اسلامي دولت" جنګیالي له سلیمان بیک شا ته تمبولي دي.
دوی وايي، چې د "ایران په وسله وال ملاتړ او مشورې" یې دغه کار کړی دی.
په تېرو دوو اونیو کې نیمه شیعه پوځيان او کردي پیشمرګه د امریکا په هوايي ملاتړ وتوانېدل چې د موصل بند شاوخوا سیمې او ددغې سیمې د تېلو تاسیسات له داعش جنګیالیو بېرته ونیسي.
خو دا ځل یې ویلي، چې د امرلي په کلابندۍ ماتولو او د سلیمان بیګ په بېرته نیولو کې د "ایران همکاري" د دوی د بریا لپاره ډېره اغېزناکه وه.
دوی وايي، ایران دوی ته وسلې او جنګي نقشې ورکړې، چې په مټ یې د اسلامي دولت جنګیالي له دې سیمې وایستل.
د بغداد په شمال کې ۱۷۰ کیلومتره لیرې امرلي ښار له تېرو نژدې دوو میاشتو راهیسې کلابند و، چې بالاخره د تېرې یکشنبې په ورځ یې کلابندي پای ته ورسېده.
ددغه ښار اوسېدونکو د بي بي سي خبریالانو ته د کلابندۍ په موده کې خپلې ستونزې په ډاګه کړې دي، چې ان د څښاک پاکې اوبه یې هم نه لرلې.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
پر همدې مهال د بښنې نړیوال سازمان وايي، داسې نوي شواهد یې موندلي چې د عراق په شمال کې د اسلامي دولت د جنګیالیو له لوري "ټول وژنې" شوې دي.
د بشري حقونو د نړیوال سازمان مرستیال مشر وايي، د اسلامي دولت (پخواني داعش) جنګیالیو په منظم او هدفي توګه ولسي وګړي په نښه کړي، په زور یې "مسلمان" کېدو ته اړ کړي؛ له دوی یې جنسي ګټه پورته کړې او د امرلي ښار اوسېدونکي یې کلابند کړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان دناټلا ریورا وویل: "د اسلامي دولت جنګیالیو خطرناک جرمونه کړي او د سنجار ښار شاوخوا یې د وینو ویالې بهولې دي، دا ټول جرمونه یې له غیر سني او عجمو سره کړي دي."
د تېرې دوشنبې په ورځ هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د عراق د کړکېچ په باب بېړنۍ غونډه لرله.
په دې شورا کې د عراق استازي محمد شیعه السوداني وویل: "موږ له ډېرو خطرناکو ترهګریزو پېښو سره مخامخ یو."

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
د تېرې دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د بېړنۍ شورا امرلي ښار ته د بي بي سي د خبریالانو د یوې ډلې له ورتګ سره هم مهاله جوړه شوې ده.
د عراق په شمال کې د امرلي اوسېدونکو د نیمه کردي او شیعه پوځیانو په واسطه تر نژدې دوو میاشتو کلابندۍ وروسته خوشحالۍ وکړې او خبریالانو ته یې د خپلې کلابندۍ پرمهال ستونزې وویلې.
په عراق کې د وروستیو شخړو او جګړو په ډېرېدو سره، چې په لړ کې یې د "اسلامي دولت" جنګیالیو ډېری شمالي سیمې ونیوې، د زیاترو ولسي وګړو په ګډون زرګونه کسان ووژل شول او تر یو میلیون ډېر وګړي بې ځایه شول.

د عکس سرچینه، BBC World Service









