د موصل نيم ميليون وګړو خپل کورونه پرېښي

د عکس سرچینه، AP
وروسته له هغه چې اسلامپالو ملېشو د عراق د دويم ستر ښار موصل کنټرول په خپل لاس کې واخيست شاوخوا ۵۰۰ زره کسان له خپلو مېنو وتو ته اړ شوي دي.
هغه مهال چې د عراق او شام د اسلامي دولت ''داعش'' په نوم ډلې د موصل پر مرکز نينوی ورغلل او کلابند يې کړ، امنيتي ځواکونه هم د جګړې له وېرې د تښتېدونکو په منځ کې وو.
د عراق لومړي وزير نوري المالکي د پارلمان هغې غوښتنې ته ځواب ورکړی، چې له خپل واک نه ګټه پورته کړي او بېړنی حالت وضع کړي.
د امريکا متحد ايالاتو ويلي، چې آی اس آی اس داعش ډله د ټولې سيمې لپاره يو ګواښ دی.
دغه ډله د القاعدې شبکې يوه څانګه چې اوس د سوريې ختيځې او د عراق لويديځې او مرکزي برخې تر خپل کنټرول لاندې لري.
د موصل اوسېدونکي وايي د جهاديانو بيرغونه پر ودانيو ځړېږي او دوی په لاوډسپيکرونو کې اعلانونه کوي، چې په ازادۍ ښار ته ورغلي دي.
يوه حکومتي کارکوونکي وويل: ''په ښار کې وضعيت ډېر ګډوډ دی او څوک نه شته چې زموږ مرسته وکړي. موږ په وېره کې يو''.
د عراق داعش
د عراق او شام اسلامي دولت ډله له ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ جنګيالي لري او په عراق کې په القاعدې پورې د تړلې ډلې په توګه راټوکېدلې ده.
دغې ډلې د عراق د حکومت او لږکيو سني عربانو ترمنځ جلاوالی راوستی دی.
سنيان شکايت لري چې شيعه لومړي وزير نوري المالکي واک ځانته کړی او د نورو واک په کې پيکه دی.
دغه ډله لا له وړاندې په رمادي او فلوجه کنترول لري، خو د دوی له لوري د موصل نيول کېدو ويره زياته کړې ده.
ويل کېږي چې د موصل نيول کېدو په ټوله سيمه کې ټکان ورکوونکې څپې خپرې کړې دي.








