ایران کې د کردي ځوان د نه اعدامولو غوښتنې

د عکس سرچینه،
وروسته تر هغه چې د بښنې نړیوال سازمان مشر د ایران له مذهبي مشر آیت الله خامنه اي د ترکي ځوان سامان نسیم د نه اعدامولو غوښتنه کړې، اوس نړیوالو حقوقي بنسټونو هم دغه غوښتنه تکرار کړې ده.
د بښنې نړیوال سازمان مشر سلیل شتي، له ایراني چارواکو غوښتي، چې سامان نسیم اعدام نه کړي.
وروسته ددغه بنسټ دوو نورو کارپوهانو هم ورته غوښتنه وکړه.
سلیل شتي له ښاغلي خامنه اي نه پر <link type="page"><caption> یوټیوب</caption><url href="https://www.youtube.com/watch?v=_CbDjBob8-c&feature=youtu.be" platform="highweb"/></link> په یوه خپاره شوي پیغام کې غوښتنه کړې ده، چې "د بښنې نړیوال سازمان په اصولو کې لد اعدام له سزا سره مخالفت لري، خو تاسو باید په دې ځانګړي مورد کې هغه کس اعدام نه کړئ چې د نیول کېدو پرمهال یې عمر قانوني حد ته نه وو رسېدل. دا کار له هغو نړیوالو معاهدو سره په مخالفت کې دی چې ایران لاسلیک کړې دي".
ښاغلي شتي له ایراني چارواکو پر سامان نسیم د "زړه سوي" کولو غوښتنه کړې ده، چې نړیوالو ته وښيي دوی د بې عدالتۍ ملاتړي نه دي.
وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هم ورته غوښتنه کړې وه.
سامان نسیم چې په ۱۷ کلنۍ کې د پي کې کې ګوند په غړیتوب نیول شوی، په اعدام محکوم شوی دی.
د ښاغلي نسیم د کورنۍ یوه غړي بي بي سي ته ویلي، نوموړي په زندان کې یوه میاشت او درې ورځې د نه خوړو اعتصاب کړی او ۲۰ کیلوګرامه وزن یې له لاسه ورکړی دی.
د ښاغلي نسیم د کورنۍ دغه غړی وايي، د هغه وکیل ته ویل شوي چې موکل به یې قرنطین شوي زندان ته ولېږدول شي او سبا ته به اعدام شي.
د ایران لوېدیځ آذربایجان (انقلاب مهاباد) محکمې د ۲۰۱۳ په اپریل کې سامان نسیم د کردستان آزاد ژوند یا (پي کې کې) د غړیتوب او د انقلابي ساتونکو پر وړاندې د "وسله وال" عمل په تور نیولی دی.
وړاندې، د بشري حقونو د څار سازمان ویلي وو، چې نسیم د نیول کېدو پرمهال (۲۰۱۱ جنوري ۱۷) اوولس کلن و، همدا وو چې ډ ایران عالي دیوان د ۲۰۱۱ د جنورۍ پر ۱۷ د هغه د کم عمر له کبله د هغه د اعدام سزا لغوه کړه، خو د ۲۰۱۳ په دسمبر کې یې دغه پرېکړه تایید کړه.
د ښاغلي نسیم د نیول کېډو پرمهال، ادعا شوې وه، چې ګني هغه د پي کې کې له ځینو نورو جنګیالیو سره د لوېدیځ آذربایجان د غرونو په لمنو کې له انقلابي ګاردانو سره وسله واله نښته کړې ده.
د محکمې اسناد ښيي، چې په دغه نښته کې د انقلابي ګارد یو غړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي وو.
د ښاغلي نسیم وکیل عزیز مژده اي، د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي وو چې طبي کارپوهانو منلې ده چې سامان نسیم د وژل شوي کس د قتل مسؤول نه و.

د عکس سرچینه، FARS

د عکس سرچینه، BBC World Service
د ښاغلي نسیم کورنۍ ته نژدې یوې سرچینې ویلي، نوموړی د نیول کېدو په لومړیو میاشتو کې سخت ربړول شوی، وهل شوی او نوکونه یې ایستل شوي دي.
ښاغلي نسیم د ۲۰۱۱ په سپتمبر کې د ایران له تلویزیون نه په یوه خپاره شوي اعتراف کې ویلي، چې د انقلابي ګارد پر مامور یې ډزې کړې دي، خو د بشري حقونو د څار د راپور له مخې، د محکمې اسناد ښيي، چې ښاغلي نسیم د محاکمې پرمهال پر دغه کس د ډزو ادعا رد کړې ده.
په ایران کې د بشري حقونو د دفتر د راپور پربنسټ، په تېر ۲۰۱۴ کال کې ایران ۵۸۶ کسان اعدام کړي، چې حکومت یې ایله د ۲۰۶ اعدامونو خبرونه خپاره کړي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service








