ایران په قتل د تورنې ریحانې جباري اعدام 'ځنډولی'

د عکس سرچینه، BBC World Service
د هغې ایرانۍ مېرمنې، د اعدام سزا ځنډول شوې، چې د یوه سړي په وژلو تورنه او بندي شوې ده.
پر ریحانې جباري تور دی، چې یو سړی یې د جنسي تېرې د هڅې د دفع کولو پرمهال وژلی دی.
چارواکو د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، ۲۶ کلنه ریحانه د تهران لوېدیځ کې یوه زندان ته د اعدام لپاره لېږدول شوې ده.
خو د بشري حقونو فعالانو د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، پر انټرنېټ یې یو کمپاین پیل کړی، چې حکومت د تورنې سزا لس ورځې وځنډوي.
د بشري حقونو په برخه کې نړیوال سازمان د (بښنې نړیوال سازمان) ویلي، تورنه په یوه ناڅرګنده وضعیت کې تورنه بلل شوې ده.
آغلې جباري په ۲۰۰۷ کال د مرتضی عبداللهي سربندي د وژلو په تور نیول شوې.
سربندي د ایران د استخباراتو د وزارت کارکوونکی و.
ریحانه دوه میاشتې په یوه جلا زندان کې وساتل شوه، چې د رپوټونو له مخې یې د هېڅ وکیل یا د کورنۍ غړي د لیدو اجازه نه لرله، خو په ۲۰۰۹ کال کې د تهران د جنايي جرمونو د محکمې له خوا په اعدام محکومه شوه.
<link type="page"><caption> امنسټي انټرنېشنل</caption><url href="http://www.amnesty.org/en/news/Iran-must-halt-imminent-execution-of-26-year-old-woman-2014-09-29" platform="highweb"/></link> ویلي، که څه هم پر جباري تور دی چې ښاغلی عبداللهي سربندي یې په شا په چړه وهلی، خو نوموړې ادعا کوي چې په کور کې یوه بل سړي سربندي وژلی دی.
د هغې ددغې ادعا په اړه په سمه توګه پلټنه نه ده شوې.
لاریون
ایراني چارواکو مخکې دوشنبه د ریحانې د اعدامولو نېټه ټاکلې وه، خو وروسته یې د تهران رجای شهر زندان ته د اعدام لپاره ولېږدوله.
پر <link type="page"><caption> فېسبوک</caption><url href="https://www.facebook.com/SaveReihaneh?frefphoto" platform="highweb"/></link> او ټویټر پاڼو د هغې د اعدام د لغوه کولو کمپاین پیل شوي، چې ډېرو یې 'زین نښه' <link type="page"><caption> #ریحانه جباري وژغوري</caption><url href="https://twitter.com/search?q=%23SaveReyhanehJabbari&src=typd" platform="highweb"/></link> هشټګونه خپاره کړي.
د زندان له ودانۍ بهر هم د هغې د ژغورلو لپاره لاریونونه وشول.
د تېرې سې شنبې په ورځ، فعالانو او بلاګ لیکونکو ویلي وو، چې د آغلې جباري اعدام له دې کبله وځنډول شو، چې د وژل شوي سربندي له کورنۍ سره پرې سلا مشوره وشي.
فعالانو یو لیک هم خپور کړی، چې د آغلې جباري د مور شعله جباری (پاکروان) له خوا لیکل شوی، چې له خلکو پکې له دې کبله مننه کوي، چې د هغې د لور ملاتړ یې کړی او د هغې د ژوند د ژغورلو لپاره بهر ته راوتلي دي.

د عکس سرچینه،
دا څرګندونې او رپوټونه وروسته تر هغه رسنیو ته ورسېدل، چې فعالانو په "دین کې او ځمکه کې د فساد خپرولو" په تور د ایراني حکومت له لوري کرج ښار ته څېرمه د یوه اروا پوه د اعدام خبر خپور کړ.
۳۷ کلن محسن امیر اصلاني ټیک اته کاله وړاندې وروسته تر هغه ونیول شو، چې د مذهبي زده کړو په یوه ټولګي کې یې د قرآن په اړه له خپل ځان نه ژباړه وړاندې کړې وه.
فعالان وايي، په پای کې چارواکو پر نوموړي یونس پیغمبر ته د سپکو سپورو ویلو تور پورې کړ.
د ایران قضایي سیستم دا نه مني چې ګني د امیر اصلان اعدامول د هغه له عقایدو سره تړاو لري.
<link type="page"><caption> ګارډین</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/news/%28http://www.theguardian.com/world/2014/sep/29/iran-executes-man-heresy-mohsen-amir-aslani/" platform="highweb"/></link> ورځپاڼې ویلي، چارواکو ټینګار کړی، چې نوموړي له یو شمېر هغو کسانو سره ناقانونه جنسي اړیکي لرل، چې ددغه په ټولګي کې یې ګډون کاوه.








