م. م: ایران کې د اعدام کچه لوړه شوې

د عکس سرچینه، Getty
په ژنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ایران کې د اعدام کچه ډېره شوې ده. دغه دفتر وايي، چې یوازې د روان کال لومړیو اوو اونیو کې ایران لږترلږه ۸۰ کسان اعدام کړي، چې دا شمېر شاید ژر ۹۵ ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په ایران کې د اعدامونو د کچې ډېرېدو خبر ورکړی.
په ژنیوا کې د یادې کمیشنرۍ دفتر یوې خپرې شوې خبرپاڼې ویلي، چې د تېر کال په پرتله د سږ کال لومړیو کې اعدامونه ډېر شوي.
دغه دفتر وايي، چې یوازې د روان میلادي کال لومړیو اوو اونیو کې ایران لږترلږه اتیا کسان اعدام کړي، چې شاید دغه شمېره ژر ۹۵ کسانو ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو یوې ویاندې راوینا شمداساني ویلي، که څه هم ایران کې د حسن روحاني تر ټاکل کېدا وروسته د بشري حقونو وضعیت ښه بلل شوی، خو ښکاري چې د اعدامونو د مخنیوي احکامو کې د نوي حکومت ګام هم ډېر کارنده نه دی.
آغلې شمداساني د دوو ایراني عربانو هادي راشدي او هاشم شعباني اعدامولو ته اشاره کړې او وايي چې د ځینو کسانو په اند د دوی محاکمه عادلانه نه وه، بلکې د شکنجې په زور یې خپل یې تورونه منلي وو.
ایران په نړۍ کې د اعدام له اړخه تر ټولو لوی ریکارډ لري.
ملګري ملتونه وايي، تېر کال ایران کې د ۵۰۰ او ۶۲۵ ترمنځ کسان اعدام شوي.
په ایران کې د اعدام ډېرې پېښې د نشه يي توکو د قاچاق او صادرولو له موضوعاتو سره تړلې دي.
ملګري ملتونه وايي، د نشه يي توکو قاچاق اړوند پېښې هومره جدي نه دي، چې پایله یې په اعدام تمامه شي.
څه موده وړاندې، د ایران ځینو وتلو مخالفو څېرو په ایران کې د اعدام د لغوه کولو کمپاین پیل کړی و.
ایراني چارواکي وايي، د اعدام له حکوم سره مخالفت په اصل کې له اسلام سره مخالفت دی.
وړمه ورځ د ایران "اسمان" ورځپاڼه له دې کبله وتړل شوه، چې د اعدام حکم یې "ناانساني" کړنه بللې وه.








