ایټالیا مدیترانې سمندر کې تر ۲ زرو ډېر کډوال ژغورلي

د عکس سرچینه، Reuters
د ایټالیا چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد ساحلي ځواکونو له ۲۰۰۰ ډېر سرګردانه کډوال د مدیترانې د لیبیا ساحل په اوږدو کې ژغورلي.
د ایتالیا چارواکو په وینا، د ژغورنې په دغه عملیاتو کې برخه اخیستونکي د لیبي ساحل له خوا په بیړیو کې راغلو مسله کسانو له خوا تهدید شوي دي.
تېره اونۍ څه کم ۳۰۰ کډوال چې په وړو بیړیو کې سپاره وو د مدیترانې څپو له ځانه سره غرق کړل. د جمعې په ورځ ایتالیا د کډوالو ۶۰۰ کسیزه ډله د لیبي ۸۰ کیلومترۍ ساحل کې وژغورله.
د سیمه یزو رسانیو د رپوټونو پر بنسټ دغه ناقانونه کډوال چې په ۱۲ وړو بیړیو کې سپاره وو له لیبي نه اروپا ته روان وو چې له ژغورنې وروسته ایټالیا ته یوړل شول.
د ایتالیا چارواکي وايي، د ژوغورنې د عملیاتو په ترڅ کې ۴ کسان چې کلاشینکوفونه ورسره وو او په بیړیو کې د لیبي ساحل له خوا را تلل په ګواښنې سره یې د ایتالیا ساحلي ځواکونو نه د کډوالو خالي بیړیو د بیرته ورکړې غوښتنه کړې وه.
د ایتالیا د ترانسپورت وزیر په وینا، دغه مسله کسان د بیړیو د ترلاسه کولو نه وروسته بیرته ستانه شوي وو.

د عکس سرچینه، EPA
ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۴ کال کې نژدې ۳۵۰۰ کسان د مدیترانې له سمندر نه د تېریدو په مهال چې اروپا ته اوښتل خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په مدیترانې سمندر کې د ژغورنې عملیات د بریتانیا په ګډون د اروپا د ځینو هېوادنو له نیوکو سره مخامخ دي چې وايي، په دغه کار سره کډوال لا هڅول کېږي چې ناقانونه کډې وکړي.








