مدیترانه سمندر کې ۲۰۰ کډوال ډوب او وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
د مدیترانې په اوبو کې د څه باندې ۲۰۰ کډوالو بېړۍ ډوبې شوې او تر ۲۰۰ ډېر کډوال وژل شوي دي.
له دغو ډوبو شویو کډوالو ۹ یې تر ۴ ورځو وروسته ژوندي موندل شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمیشنرۍ ویاندې پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، ټولو کډوالو په فرانسوي ژبه خبرې کولې او ویل کېږي چې د لوېدیځې افریقا دي.
ویاندې کارلوتا سامي دغه وضعیت یو لوی ناورین او ووحشتناکه حالت بللی دی.
امکان لري چې د وژل شویو شمېر ډېر شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنري وايي، د تېرې شنبې په ورځ په کډوالو بار دوې بېړۍ د لیبیا له ساحل نه تېرې شوې دي.
د تېرې دوشنبې په ورځ، هم لږترلږه ۲۹ کډوال وروسته تر هغه ووژل شول، چې بېړۍ یې په اوبو کې ډوبه شوه.
د تېر کال نومبر کې ایټالیا د کډوالو د ژغورنې عملیات پای ته ورسول.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د ایټالیا دا پرېکړه به د ګڼو وژنو لامل وګرځي.
ملګري ملتونه وايي، اوه مړه شوي کډوال یې د ایټالیا لامپیدوسا ټاپو ته څېرمه موندلي، او ۲۲ نور یې وروسته تر هغه چې ۱۸ ساعته یې په بېړۍ کې تېر کړي، موندلي دي.
دغه اداره وايي، احتمالاً د تېرې دوشنبې په ورځ تر ۱۰۰ ډېر کسان، چې په بېړیو کې لېږدول کېدل، نیول شوي.
اوس اروپايي اتحادیې د خپلو پولو د کنټرولولو عملیات پیل کړي.
ملګري ملتونه وايي، په تېر ۲۰۱۴ کال کې اروپا ته د میدیترانې سمندر له لارې نژدې ۳۵۰۰ کسان اروپا ته د رسېدو په موخه ډوب او وژل شوي دي.
مدیترانه سمندر د ناقانونه کډوالو لپاره د نړۍ تر ټولو ډېر خونړی ځای ګڼل کېږي.
تېر کال د مدیترانې په اوبو کې تر ۲۰۰۰۰۰ ډېر کسان اروپا ته د تللو پرمهال ژغورل شوي.








