م. م: سوري کډوال عراقي کردستان ته ور اوړي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادره 'يو ان اېچ سي آر' وايي زرګونه سوري کډوال پر پوله عراقي کردستان ته وراوړي.
يوازې د شنبې پر ورځ له ۱۰۰۰۰ ډېر کسان د پشخبور بندر له لارې تېر شوي او د پنجشنبې په ورځ دغه شمېره شاوخوا ۷۰۰۰ وه.
خبريالان وايي د ملګرو ملتو سازمان، د کردستان سيمه ييز حکومت او غير حکومتي سازمانونه هڅه کوي چې له دغو کډوالو سره مرستې وکړي.
د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو اداره وايي، له هغه راهيسې چې په ۲۰۱۱ کې د ولسمشر بشار الاسد پر ضد پاڅون پيل شوی دا کردستان ته د کډوالو د ورتلو تر ټولو لويې څپې دي.
په ګاونډي لبنان کې د بي بي سي خبريال جيم ميور وايي وروستي کډوال تر ډېره بشپړې کورنۍ دي، چې د سوريې له ځپل شويو شمالي سيمو کډه شوي دي.
دغه کډوال له سوريې نه کردستان ته د اووښتو لپاره د دجلې پر سيند له نوي جوړ شوي موقت پله نه ګټه اخلي.
له هغه راهيسې چې په سوريه کې پاڅون پيل شوی کابو درې ميليونه کسانو د جګړې له وېرې خپل کورونه پرېښي، چې يوازې ۱۵۰۰۰۰ يې په عراق کې راجستر شوي دي.
'يو ان اچ سي آر' وايي په سيمه کې د دوی کارکوونکو ورته ويلي چې د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې يوازې ۷۵۰ سوري کډوال کردستان ور واوښتل، خو له غرمې وروسته شاوخوا ۷۰۰۰ کډوال دغې سيمې ته ورغلي دي.
ملګري ملتونه وايي د کډوالو وروستۍ جوپې له حلب، هساکي، قمشلي او نورو جګړه ځپلو سيمو کردستان او نورو سيمو ته ورغلي دي.
دوی وايي د عراقي کردستان له حکومت او نورو سازمانونو سره کار کوي، چې د دراشکاران په سيمه کې د کډوالو لپاره يو پنډغالی جوړ کړي.
د کډوالو سازمان يو مشر ادرين ادواردز وايي: "دغه کمپ به په دوو اوونيو کې پرانستل شي او موږ هيله لرو چې دا پر موږ د کډوالو فشار راکم کړي."
کردان د سوريې د نفوسو ۱۰ سلنه جوړوي او ډېره برخه يې د سوريې په شمال ختيځ کې مېشت دي.








