برمودا د سمندري توپان تر ګواښ لاندې

د عکس سرچینه، AP
د ګنزالو سمندري توپان چې په ساعت کې ۱۸۵ کیلومتره چټکتیا لري تر برمودا، چې د اطلس اقیانوس په شمال کې موقعیت لري، ورسېد.
د متحدو ایالاتو د سمندري توپانونو ملي مرکز خبرداری ورکړی چې کېدای شي دغه توپان خونړی وي.
رویترز خبري اژانس وايي، چې د برمودا اتیا سلنه برخه کې برېښنا پرې شوې ده.
په برمودا کې چې د بریتانیا د واکمني بوه برخه ده، دغه ډول توپانونه اوږده مخینه لري.
د برمودا یو چارواکی، جارج فرګسون له خلکو غوښتي چې تر ۲۴ ساعتو له ډېر احتیاطه کار واخلي.
د متحدو ایالاتو د سمندري توپان ملي مرکز چې په فلوریدا کې واقع دی وايي، د توپان چټکتیا تر یوې کچې کمه شوې، وايي اوس هغه توپان نه دی چې دریمه درجه وي او په ساعت کې ۲۰۵ کیلومتره چکتیا ولري خو کیدای شي خطرناک وي.
د دغې جزیرې یوه اوسیدونکي هارتلی واتلینګتون بي بي سي ته وویل:"موږ له هرې خوا نه تر برید لاندې راغلي یوو زه د خپلې خور په کور کې اوسیږم دا یو پخوانی کور دی او کړکیو ته مو د لرګي تختې درولې دي".
دغه توپان به په برمودا کې تر څو نورو ساعتونو هم دوام وکړي.
مخکینی توپان چې د هالند تر واکمنۍ لاندې سنت مارتین سیمه کې راغلی و، د یوه کس د وژل کیدو لامل شو.
داسې اندېښنې شته چې د ګنزالو توپان د ۲۰۰۳ کال د فابیان توپان په څېر ډېر زیانونه واړوي.
په برمودا کې په تېره نیمه پیړۍ کې د فابیان توپان تر ټولو لوی توپان و او له ۳۰۰ میلیونو ډالرو ډېر مالي زیان یې واړاوه.








