سږکال اروپا ته تلونکي نژدې ۳۰۰۰ کډوال سمندر کې ډوب شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، نژدې ۵۰۰ کډوال تېره اونۍ د مالتا ټاپو ته نژدې د مدیترانې په اوبو کې ډوب شوي دي.
د دغه نړیوال سازمان په وینا، د کډوالو لېږدونکې دغه بېړۍ په لوی لاس او د قاچاقبرانو لخوا چې په بله بېړۍ کې سپاره وو، ډوبه شوې.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د دغه رپوټ په جوړولو کې له هغو دوو فلسطینیانو سره خبرې شوې، چې د پنجشنبې په ورځ له دې پېښې د یوې بار وړنکې بېړۍ په مرسته ژوندي راوتلي.
دغو دو ژوندي پاتې شوو کډوالو ویلي، د دوی بېړۍ کې لږ تر لږه ۵۰۰ مسافر سپاره وو.
په ایټالیا کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند فلاویو دي جاکومو ویلي، دغه دوه کډوال وروسته له هغه چې وژغورل شول، سیسیل ټاپووزمې ته ولېږدول شول او همدارنګه د مالت او یوناني بېړیو وکولی شو چې ۹ نور کسان هم وژغوري، خو داسې ښکاري چې پاتې نور مسافران ټول مړه شوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د مدیترانې سمندر مالتا ټاپو تر پېښې وروسته په روان ۲۰۱۴ کال کې اروپا ته د تلونکو وژل شویو کډوالو شمېر ۲۹۰۰ ته رسېدلی دی.
د کډوالو ډوبېدو خونړۍ پېښې
- مارچ، ۲۰۰۹: د لیبیا ساحل ته څېرمه تر ۲۰۰ډېر افریقايي کډوال ډوب شول
- اکتوبر، ۲۰۱۳: لامبیدوزا ټاپو کې ۳۶۶کډوال ډوب شول، چې ډېری یې د اریتریا وو
- اګست، ۲۰۱۴: د لیبیا ساحل کې د بېړۍ ۱۷۰سپاره ډوب شول
د کډوالۍ نړیوال سازمان د دوو ژغورل شویو له قوله وايي، د دغې بېړۍ سپرلۍ چې د سپتمبر په ۶مه، د مصر دمیاط له ساحل نه روان شول، زیاتره یې د سوریې، فلسطین، مصر او سودان وګړي وو او د سفر پرمهال دې ته اړایستل شول چې په اوبو کې څو ځلې خپله بېړۍ بدله کړي.
مخکې له دې چې کډوال ډوب شي، قاچاقبرانو له دوی غوښتي وو چې په یوې بلې وړې بېړۍ کې سپاره شي، د دوو ژغورل شوو په وینا وروسته له هغه چې قاچاقچیان د سپرلۍ له مخالفت سره مخامخ شول، د بېړۍ د ډوبولو هوډ یې وکړ.
ایټالوي پولیسو د دغې پېښې په اړه پلټنه پیل کړې ده، چې وايي، سمندري ځواکونو یې د اونۍ په وروستیو ورځو کې ایټالیا ته څېرمه له سمندر نه نژدې ۲۳۸۰ پناه غوښتونکي ژغورلي دي.








