د تونس ښځې 'یوګام پرشا' اخلي

د عکس سرچینه، b
د تونس په پایتخت کې د یوه غیر حکومتي سازمان له خوا د ښځو لپاره جوړ شوي یوه ورکشاپ کې هغوی ته دا مهارتونه ور زده کېږي چې څرنګه یو انتخاباتي کمپاین پرمخ بوځي.
د دې ورکشاپ یوه ښونکې وايي، د تونس ښځې پرځان دومره باور لري چې کولای شي په راتلونکې کې د هیواد د چارو په اړه تصمیمونه ونیسي خو دوی د رهبرۍ ځینو مهارتونو ته اړتیا لري.
په داسې یو وخت کې چې د عربي نړۍ ډېرې ښځې د خپلو سیاسي حقونو لپاره مبارزه کوي، د تونس ښځو لپاره د هغوی د هېواد په قانون کې دا حقونه همدا اوس شته دي.
خو د پارلمان یوه غړې، لوبنا جریبي وايي، حتا ډېر مترقي ګوندونه د ښځو په راجلبولو کې ستونزې لري.
نوی اساسي قانون چې د روان کال په پیل کې تصویب شوی له دولت نه غواړي چې په ټولو انتخابي ارګانونو کې د ښځو او نارینه و د مساوي ونډې لپاره زیار وباسي.
خو په داسې حال کې چې د تونس خلک راتلونکې میاشت کې انتخاباتو ته ځي، ښځینه کاندیدان احساس کوي چې یوازې تشې خبرې کافي نه دي.
لوبنا جریبي چې پارلمان کې له مرکز نه کیڼې خوا ته د التکتل ګوند استازې ده وايي قوانین ډېر مهم دي، ځکه چې سیاسي ګوندونه ېې مجبوره کړي چې ښځو ته ځان ور نږدې کړي او په فعاله توګه له هغوی سره اړیکې ټینګې کړي.
د تونس د انتخاباتو قانون وايي، چې د هیواد په ټولو ۳۳ انتخاباتي حوزو کې باید د ښځینه او نارینه کاندیدانو شمېر مساوي وي.
دا قانون په مثبت ډول د ښځو په ګټه توپیري چلند کوي، خو دا په دې معنا نه ده چې په اوتوماتیک ډول به مساوي شمېر ښځې او نارینه پارلمان ته انتخابېږي.

د عکس سرچینه، b
تونس یو متناسب انتخاباتي سیستم لري، په دې معنا چې په لست کې د کاندید موقعیت ډېر مهم دی.هرڅومره چې د انتخاباتي حوزې د لست سرته نږدې وي د انتخابېدلو چانس ېې ډېرېږي.
په راتلونکو انتخاباتو کې به ښځینه کاندیدانې یوازې د ۱۱.۲ سلنه لستونو په سر کې وي.
پېغله جریبي وايي چې دا په حقیقت کې ’ یوګام پرشا’ دی.
نوموړې وایي حتا خپل ګوند ېې نه دی بریالی شوی چې د پنځو نه زیاتې ښځې د لست په سر کې راولي.
هغه وايي ان ډېر مترقي ګوندونه هم د ښځو په راجلبولو کې ستونزې لري.

د عکس سرچینه، b
مېرمن ضیا وايي د لست سر ته د ښځو راوستل آسانه نه دي. ښځه باید په خپلې انتخاباتي حوزې کې رهبره اوسي چې د انتخابېدلو چانس پیدا کړي.
مهرضیا لبیدي، د النهضه اسلام پالي ګوند غړې، د پارلمان د مشر مرستیاله، د هغو دریو ښځو په کتارکې راځي چې د انتخاباتي لست په سر کې ېې ځای ترلاسه کړی.
مهرضیا لبیدي وايي له وضعې خوشحاله نه ده. هغه وايي، هیله یې درلوده چې ګوند به یې وکولای شي ډېرې نورې ښځې هم راجلب کړي.
خو بیا هم په موسکا سره وايي د نورو ګوندونو په پرتله چې د رسنیو له خوا د عصري او سیکولر په توګه معرفي شوې، د دوی ګوند غوره پایلې ترلاسه کړې دي.
هغې د نیدا تونس ګوند ته اشاره کوله چې د النهضه د ګوند یو پیاوړی سیال بلل کېده.
دغه ګوند یوازې د یوې کاندیدې ښځې په وړاندې کولو بریالی شوی و.

د عکس سرچینه، b
مهرضیا وايي دا خبره بې بنسټه ثابته شوه چې ویل کېدل د تونس په سیاسي ډګر کې له یوې خوا اسلام پالي دي چې محافظه کاره دي او د ښځو د حقونو مخالفت کوي، او له بلې خوا عصریت پلوي دي چې د ښځو ونډې ته ارزښت ورکوي او له حقوقو ېې پلوي کوي.

د عکس سرچینه، b
ښځې په تونس کې د فعالیتونو اوږد تاریخ لري، هغسې چې تېر کال دغو اعتراض کونکو د النهضه پرضد وښودل.
د النهضه ګوند ښځینه پارلماني غړو له نظره، دوی د نوي اساسي قانون پرسر تودو بحثونو کې مهم رول درلوده.
مهرضیا باور لري چې ټول ګوندونه د ښځو د ونډې د زیاتوالي په اړه د یو شان مسایلو سره مخ دي.
خو هغه پر دې ویاړي چې د النهضه ګوند ښځینه پارلماني غړو د نوي اساسي قانون پر سر تودو بحثونو کې مهم رول درلود.
’ ستر بدلون’
په دې مودې کې یوه مکرره موضوع د ښځو د حقونو د ساتلو وه.
د النهضه د ګوند یوه ښځینه پارلماني غړې وایې پارلمان کې زموږ تجربې موږ ته دا امکان راکړ چې د سیاسي مشرانو په توګه ځان څرګند کړو.
هغه وايي اوس د خلکو په روېې او اعتقاداتو کې ستر بدلون راغلی.
د اسلام پالو او عصریت پلوو ترمنځ توپیر ستر بدلون نه و بلکې اصلي بدلون د دې خبرې ثابتیدل و چې ښځې کولای شي په سیاسي ژوند کې ريښتیانی رول ولوبوي.
د تونس بدلونونه
- د ۲۰۱۱ کال جنوري- د اوږدې مودې حاکم زین العابدین بن علي نسکوره شو.
- د ۲۰۱۱ کال اکتوبر- انتخابي شوراګانې رامنځته او د نوي اساسي قانون مسوده جوړه شوه.
- د ۲۰۱۴ کال جنوري- نوی اساسي قانون تصویب شو.
- د ۲۰۱۴ کال اکتوبر- د پارلماني انتخاباتو نېټه وټاکل شوه.
- د ۲۰۱۴ کال نومبر- د جمهوري ریاست انتخاباتو نېټه وټاکل شوه.
(په دسمبر کې د احتمالي دویم پړاو لپاره ترتیبات ونیول شول)
د مهرضیا لبیدي او لوبنا جریبي تجربو وښودله چې د ښځو سیاسي پرمختګ ډیر وخت غواړي.
دواړه دا مني چې سیاسي ګوندونه باید په دې لاره کې زیاتې هڅې وکړي او اصلي اصلاحات باید هم دلته پیل شي.
دوی غواړي چې سیاسي غورځنګونه ښځو ته په خپلو لیکو کې ځای ورکړي او له ښځو سره ټینګې اړیکي جوړې کړي.
جریبي وايي دا کار به ښځې چمتو کړي چې سیاسي مسولیتونه واخلي او په رهبرانو او برجسته شخصیتونو باندې بدلې شي.
لبیدي بیا وايي کله چې دا کارونه وشول، تونس به نه یوازې په داسې یو هېواد بدل شي چې ښځې پکې یو بهتره موقف ولري بلکې ښځې به په سیاست کې اغېزمن رول هم ترلاسه کړي.
په تونس کې ښځې تل په مدني ټولنه کې مخکښې وې، اوهم په ډېرو مهمو څوکیو کې د هغوی شمېر له نارینه و نه ډیر و.
اوس د ښځو پر وړاندې غټه ننګونه دا ده چې په سیاست کې د لا ستر رول او اغېز د ترلاسه کولو په خاطر باید په سیاسي ګوندونو کې خپل شته والی او رول پیاوړی کړي.








