عبادي عراق کې د عربي هېوادونو د بریدونو مخالف دی

د عکس سرچینه،
د عراق لومړي وزير حيدر العبادي بي بي سي ته ويلي، چې عراق کې د "اسلامي دولت" د اورپکو د ماتولو لپاره د پراخې نړيوالې ټلوالې له جوړولو هرکلى کوي.
هغه له لوېديځ او عربي هېوادونو غوښتي دي، چې د "داعش" له گواښ سره د مبارزې په موخه له ايران سره نژدې کار وکړي.
هغه د دې ترڅنگ، چې عراق کې د لوېديځو هېوادونو هوايي گوزارونه گټور بللي دي، خو وايي پر عراق د عربي هېوادونو د هوايي گوزارونو مخالف دى.
د عراق صدراعظم حیدر العبادي له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې د هغو هوايي بریدونو سره په بشپړه توګه مخالفت لري چې نور عربي هېوادونه یې په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې پرضد کوي. خو نوموړي د نورو عربي هېوادونو له خوا په ګاونډي سوریه کې د اسلامي دولت پرضد بریدونه مهم وبلل:
"له دې پرته زه په عراق کې د "اسلامي دولت" ډله نه شم ماتولای. د "اسلامي دولت" د ماتولو لپاره باید د هغوی اډې په سوریه کې له منځه یوړل شي. دا د دې بهیر یوه برخه ده. زه د عراق د صدر اعظم په توګه نه شم کولای چې په سوریه کې برید وکړم او یا پر سوریې په برید کې برخه واخلم ځکه چې سوریه زموږ ګاونډۍ ده خو زه په سوریه کې د دې ګواښ د له مینځه وړولو لپاره چې عراق ګواښي، د نړیوالې ټولنې د اقدام هرکلی کوم. "
ښاغلي عبادي زیاته کړه چې حکومت به یې د عراق پر خاورې بهرني نړیوال ځواکونه پرې نږدي خو د اسلامي دولت د ماتولو لپاره یې د ایران په ګډون له نورو هېوادونو سره ګډ کار اړین وباله:

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
"اسلامي دولت عراق، نړیوال ایتلاف او ایران ته یو ګواښ دی، ځکه نو راځئ چې په عراق کې په ګډه کار وکړو چې دغه ګواښ وتمبوو او له منځه یې یوسو. زه فکر کوم چې په دې چاره کې ایران ته لیوالتیا شته چې زه هم ورسره کومه ستونزه نه لرم ځکه زه ډاډه یم چې خلیجي هېوادونه، سیمه ییز هېوادونه، ایران او د نړیوالې ټولنې ایتلاف احساس کوي چې اسلامي دولت هغوی ته ګواښ دی. دلته یوه ګډه وجه شته چې له موږ سره مرسته کوي چې په ګډه کار وکړو او دا ګواښ له مینځه یوسو. "

د عکس سرچینه، BBC World Service
د عراق صدراعظم دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د یوه رپوټ له مخې د "اسلامي دولت" د جنیګالیو او عراقي ځواکونو ترمنځ د بغداد په ۱۰ کیلومترۍ کې سخته جګړه شوې ده.
په تېر اګست کې د امریکا په مشرۍ په عراق کې د "اسلامي دولت" ډلې پرضد بمبارۍ پیل شوې، چې بیا د دغې ډلې پرضد د بریدونو لمن سوریې ته هم وغځېده.








