امریکايي پوځ سوریه کې د بمبارۍ انځورونه خپاره کړل

 دا د دوی له لوري د شپې مهال درېیم ځل بمبار دی

د عکس سرچینه، US DoD

د عکس تشریح، دا د دوی له لوري د شپې مهال درېیم ځل بمبار دی

د امریکا پوځ د سوریې په ختیځ کې د تېلو پر هغو چاڼ ځایونو د بمبارۍ انځورونه خپاره کړي، چې د اسلامي دولت جنګیالي پرې واکمن دي.

د امریکا هوايي ځواک، سعودي عربستان او اماراتو الوتکو په سوریه کې د تېلو د چاڼ پر ۱۲ ځایونو بمباري کړې ده.

دا د دوی له لوري د شپې مهال درېیم ځل بمبار دی.

د اسلامي دولت جنګیاليو په وروستیو میاشتو کې د سوریې او عراق ډېرې برخې ونیولې.

دوی په دواړو هېوادونو کې د خپلو پوځي لګښتونو لپاره د تېلو له سرچینو ګټه اخلي.

د امریکا د دفاع وزارت له لوري د تېرې پنجشنبې په ورځ د بمباریو دغه انځورونه خپاره شوي دي.

په سوریه کې زموږ خبریال وايي، په نښه شوي چاڼ ځایونه لوی نه دي، بلکې د لږ تېلو د چاڼ چارې پکې مخته وړل کېدې.

دی وايي، امریکا د حسکه ولایت په جبسه او مرکدياو د دیرالزور په حسیان بو کمال او العمر کې د تېلو دغه چاڼ ځایونه ویشتلي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، دوی د تېلو د چاڼ هغه ځایونه بمبار کړي، چې هره ورځ یې د ۳۰۰ او ۵۰۰ بیرلو (بیلرو) ترمنځ تېل تولید او چاڼ کول.

په واشنګټن کې د دفاع وزارت ویاند امیر البحرجان کیربي ویلي، له بریدونو یې هدف د وسله والو وژل نه دي، بلکې د تېلو د تولید د هغو ځایونو ویجاړول دي، چې اسلامي دولت ترې په تور بازار کې ګټه اخلي او پوځي لګښتونه ورباندې پرې کوي.

نوموړی وايي:" که څه هم پر اسلامي دولت بریدونه دوام لري، خو ښکاري چې دوی د تمویل لپاره نورې سرچینې هم لري." دی وايي:"لاهم اسلامي دولت ډېر رضاکاران لري، وسلې او داسې پوځي مهمات لري، چې په سیمه کې یوې او بلې خوا ته خوځېږي."

د پنتاګان ویاند وايي، لاهم وختي دی، چې پر اسلامي دولت د بریا اعلان وشي.

امیر البحر کیربي وايي، هغو رپوټونو خواشینی کړی، چې ګني په دغو بریدونو کې د اسلامي دولت د جنګیالیو ترڅنګ ۱۴ ولسي وګړي هم وژل شوي، خو وايي دفاع وزارت د دغو رپوټونو د کره کولو په درشل کې دی.

پر ټولیزو رسنیو ځینې داسې انځورونه خپاره شوي، چې ګني د امریکا په مشرۍ په سوریه کې بمبارۍ د ماشومانو او ښځو په ګډون ولسي وګړي وژلي دي.

د امریکا پوځ وايي، د سعودي عربستان او اماراتو لسګونو الوتکو د تېرې چارشنبې پر شپه د شپږو امریکايي الوتکو ترڅنګ په سوریه کې بمباري وکړه.

د سوریې په شمال کې، کردان وايي، جنګیالي یې د اسلامي دولت د جنګیالیو د پرمختګ د مخې په ډب کولو کې بریالي شوي.

دوی دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې له دغو شمالي سیمو ګاونډۍ ترکیې ته لسګونه زره کردان د ناامنیو له کبله وتښتېدل.

کردي ځواکونه وايي، اسلامي دولت یې اړ کړ چې ترکي پولې ته څېرمه له کوباني ښار لیرې شي.

د اسلامي دولت جنګیالیو د کوباني ښار شاوخوا سیمو تر نیولو وروسته پر دغه ښار هم کړۍ راتنګه کړې وه، او تر ۱۴۰ زرو ډېر وګړي یې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي وو.