عراق کې چاودنو لسګونه کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د عراق پلازمېنه بغداد کې یولړ موټربم چاودنو او د هاوان بریدونو لسګونه کسان وژلي دي.
تر اوسه ددغو بریدونو پړه چا نه ده منلې، خو د "اسلامي دولت" جنګیالیو له تېرو جولای راهیسې د عراق پر ځینو مهمو شمالي سیمو منګولې ټینګې کړې دي.
په تېرو میاشتو کې دغې ډلې د ځینو خونړیو چاودنو پړه منلې وه.
دغه بریدونه داسې مهال شويو چې د یوه راپور له مخې، د "اسلامي دولت" د جنیګالیو او عراقي ځواکونو ترمنځ د بغداد په ۱۰ کیلومترۍ کې سخته جګړه شوې ده.
رویټرز خبري اژانس د عراقي پولیسو له قوله ویلي، دوه موټربم بریدونه د بغداد حریه سیمې د ګڼې ګوڼې پر یوه سړک شوي، چې لږترلږه ۲۰ کسان یې ووژل او ۳۵ نور یې ټپیان کړل.
د بغداد په شمال سبع البور کلي کې بیا د هاوان یوه مرمۍ لګېدلې، چې ۵ کسان یې وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي.
پولیس وايي، د بغداد په سوېل ختيځ شیعه مېشته زعفرانیه کلي کې یوه بل موټربم برید لږترلږه اوه کسان وژلي.

د عکس سرچینه، U.S. Department of Defence
همداشان، د بغداد په شمال لوېدیځ شیعه مېشته شعله سیمه کې د هاوان یوې بلې مرمۍ دې کسان وژلي.
د عراق سوېل بصرې ښار د موټرو تمځي کې هم موټربم برید شوی، خو څوک یې نه دي خوږ کړي.
په تېر اګست کې د امریکا په مشرۍ په عراق کې د سخت دریځې اسلامپالې "اسلامي دولت" ډلې پرضد بمبارۍ پیل شوې، چې بیا ددغې ډلې پرضد د بریدونو لمن سوریې ته هم وغځېده.








