صلاح الدین کې د "اسلامي دولت" ۲۶ جنګیالي وژل شوي

د عراق یوې امنیتي سرچینې ویلي، د صلاح الدین ولایت ضلوعیه پر هوايي ډګر او د طابوق کارځای یې بمبار کړی، چې د "اسلامي دولت" ۲۶ جنګیالي پکې وژل شوي.
دغه بریدونه د چارشنبې ورځې پر ګهیځ د سامراء له استخباراتي ادارې سره په همغږۍ شوي.
ویل کېږي، په برید کې د "اسلامي دولت" ځینې موټر هم ویجاړ شوي.
په دیالي ولایت کې یوې امنیتي سرچینې د درو ولسي وګړو د وژل کېدو او د اوو نورو د ټپی کېدو خبره هم کړې، چې وايي د "اسلامي دولت" د ویشتل شوي هاوان په مرمۍ لګېدلي.
نوې وېډیو کې خبرداری
د "اسلامي دولت" یوه نوې وېډیو خپره کړې او د امریکا متحدو ایالتونو ته یې په عراق کې د هغوی د سرتېرو د وژلو خبرداری ورکړی.
په وېډیو کې ویل شوي، که چېرې ولسمشر بارک اوباما عراق ته سرتېري واستوي، نو دوی یې وژلو ته چمتو دي.
د "جګړې اور" په نامه په دغه ۵۲ ثانیو وېډیو کې د وسله والو له خوا د ځینو ټانکونو د ویشتلو او سوځولو صحنې هم ثبت شوې، چې ځینې امریکايي پوځيان په ټپي او ځینې نور په مړه حالت کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، AFP
بیا په وېدیو کې اوباما راڅرګندېږي، او امریکايي ځواکونو ته وايي، امریکايي ځواکونه به عراق ته ولاړ نه شي، او وېډیو په "جګړه پیل شوه" متن پای ته رسېږي.
د وېډیو د خپرېدو وخت سې شنبې ښودل شوی، چې ښکاري د کانګرس پوځي جرګګۍ ته د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې د مشر جنرال مارټن ډیمپسي د وینا په غبرګون کې ډکه شوې ده.








