امریکا د 'داعش' ضد ځمکني بریدونه اړین بولي

د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو مشر جنرال مارټن ډیمپسي وايي، په عراق او سوریه کې یوازې په هوايي بریدونو د "اسلامي دولت" دولت ډله له منځه نه شي تللی، بلکې ځمکنیو بریدونو ته هم اړتیا ده.

نوموړي د امریکا دفاع وزارت کې خبریالانو ته ویلي، د روانې اونۍ په درشل کې په سوریه کې د "اسلامي دولت" ډلې پروړاندې هوايي بریدونو د دوی قومانده او تدارکاتي کنټرول ګډوډ کړي دي.

دی زیاتوي، په سوریه کې د داعش پروړاندې ځمکنۍ جګړې ته د دوولسو او پنځلسو زرو ترمنځ پوځيانو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، دغه ځواکونه باید د بشار الاسد د منځلارو مخالفو جنګیالیو له منځه وټاکل شي.

دا شمېره د هغې شمېرې نژدې دوه برابره ډېره ده، چې ټاکل شوې د روان کال تر پایه یې باید امریکا وروزي او وسلې ورکړي.

پر همدې مهال، د بریتانیا پارلمان هم د تېرې جمعې په ورځ په عراق کې د داعش پر وړاندې د امریکا په مشرۍ له نړیوال ایتلاف سره خپل یوځای کېدل تصویب کړل.

د بریتانیا دولت به هم په عراق کې د داعش پروړاندې بمبارۍ کې ګډون ولري.

وړاندې فرانسوي جنګي الوتکو په عراق کې د داعش پرضد بمبارۍ کې ګډون کړی و، بلجیم او ډنمارک هم سیمې ته د خپلو ځواکونو د استولو په درشل کې دي.

مارټن ډیمپسي وايي، پر اسلامي دولت یوازې بمباري کافي نه ده

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، مارټن ډیمپسي وايي، پر اسلامي دولت یوازې بمباري کافي نه ده

د منځني ختيځ د ډېری هېوادونو په ګډون نژدې ۴۰ هېوادونو د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف کې لاسونه سره یو کړي دي.

اروپايي هېوادونو تر اوسه یوازې په عراق کې د داعش پرضد بریدونو کې خپله موافقه ښودلې، هغه هم د عراق د حکومت له لوري د همکارۍ غوښتنه ترې شوې وه.

په سوریه او عراق کې پر اسلامي دولت امریکايي جیټ الوتکې بمباري کوي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په سوریه او عراق کې پر اسلامي دولت امریکايي جیټ الوتکې بمباري کوي

خو امریکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د سوریې په ختیځ کې د داعش مرکزونه په نښه کړي او د هغوی تر کنټرول لاندې د تېلو د چاڼ پر سیمو یې بمباري کړې ده.

'له نړیوالو قوانینو سرغړونه'

خو روسیې ویلي، په سوریه کې د امریکا په مشرۍ او د عربي هېوادونو په همکارۍ بمباري له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

په نیویارک کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف خبریالانو ته ویلي، په سوریه کې د "اسلامي دولت" پر مرکزونو تر بمبارۍ پیلولو مخکې باید د روسیې له متحد، یانې بشار الاسد سره مشوره او موافقه شوې وای.

جرمني کردي ځواکونو ته د داعش پرضد پوځي مهمات ورکړي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، جرمني کردي ځواکونو ته د داعش پرضد پوځي مهمات ورکړي

نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې وویل: "ډېره مهمه ده، چې له سوري چارواکو سره باید په دې کې سلامشوره او د هغوی موافقه ترلاسه شوې وای. "

مخکنۍ (داعش) او اوسنۍ "اسلامي دولت" ډلې د عراق په شمال ختیځ او د سوریې په شمال کې مهمې سیمې نیولې دي.