پر اسلامي دولت د امریکا او عربي هېوادونو بریدونه

پنټاګون ویلي چې امریکا او پنځو عربي هېوادونو پر هغې ډلې چې ځان "اسلامي دولت" بولي هوايي بریدونه کړې دي.

امریکا او پنځو عربي هېوادونو په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پر جنګیالیو لومړني بریدونه کړې دي.
د عکس تشریح، امریکا او پنځو عربي هېوادونو په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پر جنګیالیو لومړني بریدونه کړې دي.
پنټاګون ویلي په بریدونو کې له جنګي الوتکو، بې پیلوټه الوتکو او ټامهاک توغنديو کار اخیستل شوی چې د اسلامي دولت تر کنترول لاندې د رقې سیمې په ګډون یې ګڼې نورې سیمې په نښه کړې دي.
د عکس تشریح، پنټاګون ویلي په بریدونو کې له جنګي الوتکو، بې پیلوټه الوتکو او ټامهاک توغنديو کار اخیستل شوی چې د اسلامي دولت تر کنترول لاندې د رقې سیمې په ګډون یې ګڼې نورې سیمې په نښه کړې دي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د اسلامي دولت پر ډلې د بریدونو په اړه په ملګرو ملتونو کې د دوی استازي ته خبرداری ورکړل شوی و.
د عکس تشریح، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د اسلامي دولت پر ډلې د بریدونو په اړه په ملګرو ملتونو کې د دوی استازي ته خبرداری ورکړل شوی و.
فعالین وايي په بریدونو کې د اسلامي دولت ډلې لږ تر لږه ۷۰ جنګیالي وژل شوي دي. د سوریي شمال لور په یوه کلي کې د یوه ځايي اوسېدونکي له خوا اخیستل شوې ویډیو د بریدونو پایلې ښيي. دا څرګنده نه ده چې په بریدونو کې کوم ځایونه په نښه شوې دي.
د عکس تشریح، فعالین وايي په بریدونو کې د اسلامي دولت ډلې لږ تر لږه ۷۰ جنګیالي وژل شوي دي. د سوریي شمال لور په یوه کلي کې د یوه ځايي اوسېدونکي له خوا اخیستل شوې ویډیو د بریدونو پایلې ښيي. دا څرګنده نه ده چې په بریدونو کې کوم ځایونه په نښه شوې دي.
امریکا لا له وړاندې له اګست میاشت راهیسې په عراق کې ۱۹۰ هوايي بریدونه کړې دي. خو دغه وروستي بریدونه د اسلامي دولت ډلې پر ضد د دوی عملیات سوریې ته غځولي دي.
د عکس تشریح، امریکا لا له وړاندې له اګست میاشت راهیسې په عراق کې ۱۹۰ هوايي بریدونه کړې دي. خو دغه وروستي بریدونه د اسلامي دولت ډلې پر ضد د دوی عملیات سوریې ته غځولي دي.
د رقې په ولایت کې د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو ویلي پر دوی د هوايي بریدونو پر مهال د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه را لوېدلې ده. یو سړی یې پاتې شونې څېړي.
د عکس تشریح، د رقې په ولایت کې د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو ویلي پر دوی د هوايي بریدونو پر مهال د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه را لوېدلې ده. یو سړی یې پاتې شونې څېړي.
جنګیالیو ویلي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکه په رقه کې د مخابراتو پر یوه څلي را لوېدلې. خلک یو ویجاړ شوی دوکان پلټي.
د عکس تشریح، جنګیالیو ویلي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکه په رقه کې د مخابراتو پر یوه څلي را لوېدلې. خلک یو ویجاړ شوی دوکان پلټي.
د پنټاګون ویاند ریر اډم جان کربي عملیات تاید کړي او ویلي یې دي "د امریکا پوځ او د ملګرو هېوادونو ځواکونو" په سوریه کې پوځي ګامونه پورته کړې دي.
د عکس تشریح، د پنټاګون ویاند ریر اډم جان کربي عملیات تاید کړي او ویلي یې دي "د امریکا پوځ او د ملګرو هېوادونو ځواکونو" په سوریه کې پوځي ګامونه پورته کړې دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانی ویلي سني عرب هېوادونو بحرین، اردن، قطر، سعوي عربستان او متحده عربي اماراتو په بریدونو کې "ګډون کړی یا یې مرسته کړې".
د عکس تشریح، د امریکا د پوځ مرکزي قومندانی ویلي سني عرب هېوادونو بحرین، اردن، قطر، سعوي عربستان او متحده عربي اماراتو په بریدونو کې "ګډون کړی یا یې مرسته کړې".