څېړنه: کیشکره "ځلېدونکي څیزونه نه غلا کوي"

د عکس سرچینه،
یوې نوې څېړنې په ډاګه کړې ده، چې کیشکره (ګیږکه) ځلېدونکي څیزونه نه غلا کوي، بلکې ترې ترهېږي.
په څېړنه کې د لوېدیځ فولکلور هغه کیسه ناسمه ثابته شوې ده، چې ګني "کیشکره، غلا کوونکې" وي.
داسې باور کېده چې ګني کیشکره ځلېدونکي څیزونه غلا کوي او د خپلې ځالې جوړولو کې ګټه ترې اخلي.
د اکسټر پوهنتون پوهانو ویلي، کیشکره په حقیقت کې له ځلېدونکو څیزونو وېرېږي؛ ځکه چې نه ورنژدې کېږي او د خطر احساس کوي.
په څېړنه کې له یو لړ هغو اوسپنیزو څیزونو ګټه اخیستل شوې، چې ځلېدونکي دي، او د کیشکرې د ازموینې لپاره اېښودل شوي دي.
څېړونکو کیشکرې ته نژدې ۳۰ سانتي متره لیرې دانې او خواړه هم اېښي، د کیشکرې د ازموینې او خوړو په اړه ۶۴ ازموینې هم شوې، خو هغې یوازې دوه ځلې یې ځلېدونکي څیزونه اخیستي، خو ژر یې بېرته خورځولي دي.
د څېړنې یوه کس توني شیپرډ ویلي "داسې هېڅ مو ونه موندل چې مرغان دې ځلېدونکي څیز ته لېواله وي. ددې پرځای مرغان له هر نوي ځلېدونکي څيز وېره لري".

د عکس سرچینه،
شیپرډ وايي "موږ وینو چې انسانان کیشکرې ته ځلېدونکي څیزونه د هغې د پام اړولو لپاره کاروي، خو پر دې نه پوهېږي چې مرغان پر ځلېدونکو څیزونو نه ورغونډېږي. شاید فولکلور د کیشکرې په اړه ځینې له حقایقو لیرې کیسې خپرې شوې وي".
پوهانو ویلي، دا څېړنه یې وروسته تر هغه پیل کړه، چې په ۲۰۰۸ کال کې د واده دوه ګوتې تري تم شوې وې، خو د یوه کیشکرې په ځاله کې موندل شوې وې.
شیپرد بي بي سي ته وویل "ځینې مرغان په ځاله کې نظر جلبوونکي څیزونه کاروي، خو موږ په څېړنه کې ومونده، چې د کیشکرې په لسو ځالو کې مو هېڅ ځلېدونکی څیز ونه موند".








