څېړنه: دویمه ژبه زده کول "ددماغ زړېدل ټکنی کوي"

د عکس سرچینه، THINKSTOCK
په برتانیا کې یوې نوې څېړنې ښوولې، چې د دویمې ژبې زده کول پر دماغ مثبت اغېز کوي، ان که د دویمې ژبې زده کول د بلوغ تر پړاو وروسته هم وي.
دغه څېړنه د اعصابو طب په نامه مجله کې خپره شوې ده.
څېړونکي وايي، دغه څېړنه یې پر ۲۶۲ هغو کسانو ترسره کړې ده، چې عمرونه یې د یوولسو او اتیا کلونو ترمنځ وو.
وړاندې یوې بلې څېړنې ښوولې وه، چې پر دوو ژبو ډېر تمرکز کول د څو کلونو لپاره د ساه لنډۍ د ناروغۍ مخه نیولی شي.
دغه څېړنه د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ موده کې شوې ده.
په څېړنه کې د یوشمېر هغو کسانو پر عمر او د ژبې پر زده کړې هم تمرکز شوی، چې کله یې عمرونه یوولس کاله وو او بیا یې په اویا کلنۍ کې د ژبې د مهارتونو په اړه څېړنه وشوه.
په څېړنه کې ګډون کوونکو کسانو ویلي، چې پر خپلې مورنۍ ژبې (انګلیسي) سربېره د یوې بلې بهرنۍ ژبې د زده کولو وړتیا هم لري.
د هغو کسانو له ډلې، چې دغه څېړنه ورباندې تطبیق شوې، ۱۹۵ یې تر اتلس کلنۍ مخکې عمر کې د دویمې ژبې زده کولو وړتیا درلوده، خو ۶۵ نورو کسانو بیا تر شل کلنۍ وروسته بله ژبه زده کړه.
د څېړنې پایلو ښوولې ده، هغه کسان چې پر دوو یا ډېرو ژبو غږېدلی شي، تر نورو کسانو یې د پوهې کچه او توان ډېر وي.
د امریکا بوسټن هاروارډ طبي پوهنتون استاد البارو باسکوال لیونېه وايي، "د دویمې ژبې د زده کړې او د دماغ د زړېدو په تړاو دغه څېړنه د پرمختګ یو بل ګام ګڼل کېږي".
دی زیاتوي، دا څېړنه په راتلونکې کې نورو څېړنو ته لاره هواروي.








