څېړونکي: د عرفات د وژنې "یوازېنی شک" پر اسرائيلو دی

د فلسطيني پخواني مړه شوي ولسمشر یاسر عرفات د وژنې دوسيې څېړونکې جرګه ګۍ ویلي، چې د ښاغلي عرفات په وژنه کې یوازې او یوازې اسرائيل "شکمن قاتل" ګڼل کېدای شي.
د دغې جرګه ګۍ مشر توفیق الطيراوي رام الله کې خبریالانو ته د خپلې څېړنې د پایلو د اعلان پرمهال وویل، د یاسر عرفات د مړینې کېدو په باب د سویس پوهانو د راپور پایلې ښيي چې "د عرفات مړینه طبیعي نه وه، او نه هم د عمر د ډېروالي له کبله مړ شوی و، او نه یې هم د مړینې پرمهال روغتیايي حالت د اندېښنې و".
الطیراوي زیاتوي، چې لاهم د یاسر عرفات د مړینې په اړه دوسیه نه ده بشپړه شوې.
د سویس پوهانو پخپل راپور کې ویلي وو، داسې پایلو ته رسېدلي، چې د راډیو اکټیو وړانګو (پلاټینیم )۲۰۱د لوړې کچې مواد يې د عرفات د مړي هډوکو کې موندلي.
دوی دا هم ویلي، کره نه شي ویلی، چې ایا یوازې همدغه مواد د هغه مړینې سبب شوي.
خو د عرفات کونډې شوې مېرمنې سهی عرفات بي بي سي ته ویلي، چې دغه راپور دا ثابتوي، چې ګني میړه یې په لوی لاس وژل شوی، خو هغه د خپل میړه په وژلو هېڅوک هم نه شي تورنولی.
د سویسیانو راپور ښيي، چې د عرفات مړي کې د راډیو اکټیو وړانګو (پلاټینیم )۲۰۱ مواد ۱۸ ځلې ډېر موندل شوي.
ګڼ فلسطینیان په دې اند دي، چې اسرائيلو د عرفات د زهرجن کېدو عمل کړی، او داسې ګومان هم شته چې ګني عرفات په ايډز او یا سرطان ناروغیو اخته و.
خو اسرائيلو څو ځلې د عرفات په مړینه کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.
"د مړینې حقیقت"
د عرفات د مړینې په اړه طبي ثبت کتابونه ښيي چې ګني هغه هغه د وينې د پرڼ کېدا له کبله مړ شوی.
خو تېر کال د عرفات د مړي رایستلو سره د هغه ریژېدلي مړي دا ګومان ډېر کړ، چې ګني په لوی لاس وژل شوی.
فرانسوي، روسي او فلسطیني کارپوهان دا مهال د عرفات د مړینې په اړه نورې څېړنې کوي. تېره میاشت یوه روسي چارواکي وویل، تر اوسه يې د (پلاټینیم)۲۰۱مادې نښې نښانې نه دي موندلې.

د فلسطین "فتح" ګوند ټینګا کوي، چې له فلسطیني او نړیوالو خواوو سره به خپلې هڅې جاري وساتي، چې ایا "ابو عمار یاسر عرفات څرنګه مړ شوی".
د "الجزیرې" او برتانوۍ "ګارډین" ورڅپاڼې د راپور پایلو کې راغلي وو، چې ګني دوی "د بډایه شوي پلاټینیم له اټکل ډېره لویه کچه د عرفات په مړي کې موندلي دي، چې ښکاري تر مړینې مخکې مسموم شوی دی".
په لوړه کچه د پلاټینیم ۲۱۰ ماده، هغه څه دي، چې تر ډېره په خوړو او انسانانو کې موندل کېږي. خو که چېرې په ډېرې کچې وخوړل شي، ارومرو د مړینې سبب کېږي.
یاسر عرفات د ۲۰۰۴ نومبر کې د ۷۵ کلونو په عمر پاریس ته څېرمه د "بیرسي دوکلامار" پوځي روغتون کې وروسته تر هغه ومړ، چې د همدې کال اکتوبر وروستیو کې يې د کولمو له درده طاقت نه کېده.
د ۲۰۰۱ له دسمبر راهیسط د اسرائيلو پوځ رام الله خپل کور کې کلابند کړی و.








