څېړنه: پر یوه دسترخوان ډوډۍ خوړل ګټه لري

د عکس سرچینه، SPL
په برتانیا کې څېړونکي وايي له کورنۍ سره یو ځای ډوډۍ خوړل د ماشومانو د ډوډۍ خوړلو خویونه ښه کوي.
ماهرین وايي هره ورځ باید د ماشومانو د خوړو پنځه برخې سابه او میوه وي او یا باید دوی هره ورځ ۴۰۰ ګرامه سابه وخوري.
ماهرین دغه راز وايي هغه ماشومان، چې له کورنۍ سره پر یوه دسترخوان ډوډۍ خوري د اړتیا پر مهال میوه او سابه خوري.
هغه کورنۍ چې کله نا کله له خپلو ماشومانو سره یو ځای ډوډۍ خوري د هغوی پر دسترخوان هم د میوې او سابو نژدې همدومره مقدار موجود وي.
ماهرین وايي د مور پلار او وروڼو خوېندو په لیدو ماشومان ښه خویونه زده کوي.
په دې څېړنه کې د جنوبي لندن د ۵۲ لومړنیو ښوونځیو د ۲۴۰۰ زده کوونکو د ډوډۍ خوړلو خویونه څېړل شوي دي.
د زده کوونکو مېندو پلرونو او کارکوونکو په دې باب له کتابچو څخه د ماشومانو د ورځنیو خوړو او څښاک په اړه معلومات راټول کړي دي.
له دې سره د سابو او مېوو په اړه د مېندو پلرونو نظر پوښتنه هم شامله ده، له دوی پوښتل شوي، چې ستاسې کورنۍ په اوسط ډول په اوونۍ کې څو ځله پر یوه دسترخوان ډوډۍ خوري یا دا چې ایا تاسې خپلو ماشومانو ته د خوړلو لپاره میوه او سابه ورکوﺉ؟
له څېړنې معلومه شوه، چې ۶۵۶ کورنۍ تل ګډه ډوډۍ خوري، ۷۶۸ کورنۍ کله ناکله ګډه ډوډۍ خوري او ۹۲ کورنۍ داسې وې، چې هېڅکله یې په یوه ځای ډوډۍ نه ده خوړلې.
له دې معلومه شوه، د هغو کورنیو د ماشومانو په پرتله، چې هېڅکله یې ګډه ډوډۍ نه ده خوړلې، د هغو کورنیو ماشومان، چې پر یوه ځای ډوډۍ خوري ۱۲۵ ګرامه او د هغو کورنیو ماشومان، چې کله نا کله ګډه ډوډۍ خوري ۹۵ ګرامه زیات سابه او میوه خوري.
دغه څېړنه د میګا کرسټین د دکتورا اخیستو برخه وه. د میګا په وینا د ژوند نوی ډول داسې دی، چې ډېرې کورنۍ نه شي کولای ګډه ډوډۍ وخوري، خو له دې څېړنې څرګندیږي، چې که یوازې د رخصتۍ پر ورځ ګډه ډوډۍ وخوړله شي، نو هم پر کورنۍ مثبت اغېز کوي.








