غزه کې پر نوي ٧٢ ساعته اوربند هوکړه وشوه

اسراييل او فلسطيني ډلې په غزه کې پر يوۀ نوي ٧٢ ساعته اوربند سره سلا شوي، چې په مصر کې نورو خبرو ته لا ره هواره شي .
مصري چارواکي چې د د واړو ښکېلو غاړو ترمنځ خبرو اترو کې منځگړتوب کوي وايي له دواړو غاړو يې غوښتي چې د سولې پر يوه هر اړخيز تړون خبرې اترې له سره پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جګړې دواړو لوريو وړاندې خبرداری ورکړى و چې د نوي اوربند لپاره پلان شوې خبرې له ګواښ سره مخامخې دي. اسراييل ويلي و، يوازې هغه مهال به په قاهره کې نن (اګست ۱۰) ناوخته خبرې وشي، چې حماس د راکټونو توغول ودروي. فلسطينيانو بيا ټينګار کاوۀ، چې دوی به يوازې هغه مهال په نامخامخو خبرو کې برخه واخلي، چې اسراييل د شرطونو وړاندې کول ودروي.
خو تر اوسه لا نه ده مالومه چې دغه شرطونه منل شوي او که څنگه.
د حماس او اسراييلو ترمنځ درې ورځنی اوربند تېره جمعه (اګست ۸) پای ته ورسېد او تاوتريخوالی بيا له سره پيل شو، له هغه راوروسته فلسطينيان وايي، چې د اسراييلو په بريدونو کې لږترلږه اووه نور کسان وژل شوي دي. امريکا، برتانيا، فرانسې او جرمني په سملاسي ډول د نوي اوربند غوښتنه کړې ده، امريکا او ملګرو ملتونو هم وړاندې ورته غوښتنه کړې وه. د شنبې پر ورځ (اګست ۹) د دریو فلسطینيانو مړي د يوه جومات له کنډوالو را واېستل شول. دوه نور کسان هغه مهال ووژل شول چې پر موټرسايکل يې ګوزار وشو. د غزې بندري سيمه کې هم دوه لويې چاودنې شوې وې، د بي بي سي يو خبريال وايي، يوه چاودنه کې د حماس یو روزنتون ښايي په نښه شوی وي.
د اسرائيلو پوځ ويلي، د شنبې پر ورځ (اګست ۹) يې په غزه کې پر ۳۳ ځايونو ګوزارونه کړي، په داسې حال کې چې له غزې شپږ توغندي د اسرائيلو پر سوېل توغول شوي دي.
دوی وايي، د اوربند له پای ته رسېدو وروسته له غزې نژدې ۷۰ توغندي ويشتل شوي دي. پر غزه د اسرائيلو پوځي يرغل د فلسطین لوېديځه غاړه کې هم تاوتريخوالی پارولی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د شنبې پر ورځ(اګست ۹) په الخليل ښار کې د چارواکو په وينا له اسراييلي سر تېرو سره د نښتو پر مهال يو کس وژل شوی دی. جګړه بيا وروسته له هغه پيل شوه چې د اسرائيلو او فلسطينيانو استازي د مصر پلازمېنه قاهره کې په نامخامخ خبرو کې په دې کې پاتې راغلل چې پر اوږد مهاله اوربند سره سلا شي.
حماس وايي، اسرائيل پرغزه د بنديز پای ته رسولو او هم د بنديانو خوشي کولو په ګډون د دوی مهمو غوښتنو ته له غوږ نيولو ډډه کوي.
اسرائيلي چارواکو بيا ويلي وه، دوی د جګړې په وخت کې خبرې نه کوي.
د شنبې پر ورځ(اګست ۹) په بريتانيا او جنوبي افريقا کې پر غزه د اسرائيلو د يرغل پر ضد لويې مظاهرې شوې دي.
په لندن کې لسګونه زره خلکو د لاريون پر مهال د تاوتريخوالي پای ته رسولو او هم پر اسرائيلو د وسلو بنديز غوښتنه کوله.
د جنوبي افريقا کېپ ټاون لاريون د دغه هېواد د توکميزې واکمنۍ له پای ته رسېدو راهيسې تر ټولو لوی و.








