له توغندیو وروسته اسرائیلو پر غزې برید کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د جمعې پر ګهیځ د درې ورځني اوربند د مودې له ختمېدو سره سم اسرائیلیان وایي چې د فلسطیني جنګیالیو له لوري د توغندیزو بریدونو په ځواب کې یې پر غزې خپل هوايي بریدونه بیا پیل کړي دي.
اسرائیلي پوځ ویلي چې د حماس له لوري د توغندیو دغه نوي بریدونه "د منلو او زغملو وړ نه دي او لنډپارې دي".
تر دې وړاندې د حماس ډلې چې غزه یې په کنترول کې ده د اوربند د غځولو وړاندیز و نه مانه ځکه چې په وینا یې اسرائیلو د دوی غوښتنې نه دي منلي.
د غزې په څلور اونیزه جګړه کې تر اوسه ۱۹۴۰ کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو وروستي ارقام ښیي چې په وژل شویو کې ۱۸۹۰ فلسطینیان چې ډیری یې ولسي وګړي دي شامل دي.
اسرائیلي حکومت ویلي چې په جګړه کې د دوی ۶۴ سرتیري، ۲ ولسي وګړي او یو تایلنډی تبع وژل شوي دي.
اسرائیلیان ادعا کوي چې په کړکېچ کې یې د فلسطینیانو ۹۰۰ جنګیالي وژلي دي.
اسرائیلیانو د جولای پر ۸ مه د (محافظتي څنډې) په نامه عملیات د دوی په وینا د غزې له لوري د جنګیالیو د توغندیزو بریدونو د مخنیوي او په غزه کې د تونلونو د شبکو چې پر اسرائیل د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل کېږي د ویجاړولو په موخه پیل کړل.
"د ترهګرۍ محلونه"
د جمعې پر ورځ د اسرائیلو دفاعي ځواکونو وویل چې دوی پر اسرائیلي ښارونو د نویو توغندیزو بریدونو په ځواب کې يې "د غزې په تراړه کې د ترهګرۍ پر محلونو" بریدونه کړي.
فلسطیني جنګیالیو خپل توغندیز بریدونه د اروبند د مودې له ختمېدو لږ مخکې پر ځايي وخت سهار ۸ بجې پیل کړل.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ویلي چې د جمعې پر ګهیځ پر اسرائیلو ۳۵ توغندیز بریدونو شوي دي.
پوځ زیاته کړه چې د دوی د توغندیزو بریدونو ضد دفاعي سیستم د دریو راکټونو مخه نیولې او پاتې نورې یې پر هواره ځمکه لګېدلي دي.
تاوتریخوالی وروسته له هغه بیا پیل شو چې د مصریانو په منځګړتوب د اسرائیلیانو او فلسطینیانو خبرې اترې بې پایلې وختې.
د مصر پلازمېنه قاهره کې د خبرو اترو موخه دا وه چې دواړه غاړې د ۷۲ ساعته اوربند غځېدا او یوې اوږد مهاله هوکړې ته وهڅوي.
خو حماس ویلي چې اسرائیلو د غزې د کلابندې د ختمولو، د بندیانو د خوشې کولو او د اسرائیلو د بریدنو د درېدولو په ګډون د دوی مهمې غوښتنې نه دي منلي.
د حماس ډلې د اسرائیلو له لوري د غزې د بې وسلې کولو غوښتنه هم رد کړې.
د ډلې یوه ویاند ویلي چې دوی "یوې اوږدې جګړې" ته چمتو دي.








