اسرائیل له غزې خپل 'ټول پوځيان' وباسي

د غزې چارواکو ویلي، په دې څلور اونیزه جګړه کې تر ۱۸۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، اسرائیلو هم د ۶۷ اسرائیلیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د غزې چارواکو ویلي، په دې څلور اونیزه جګړه کې تر ۱۸۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، اسرائیلو هم د ۶۷ اسرائیلیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

اسرائیلو ویلي، چې له غزې تړانګې د "دفاعي حالت" لپاره خپل پوځيان وباسي.

اسرائیلي جګړن پیټر لیرنر خبریالانو ته وویل، اسرائیلي پوځيان د ۷۲ اوربند له پیلېدا مخکې له غزې وځي.

اسرائیلي رسنیو ویلي، د شخړې اصلي لامل د حماس د جنګیالیو د تونلونو ویجاړول وو، چې اسرائیل دې هدف ته ورسېدل.

د غزې چارواکو ویلي، په دې څلور اونیزه جګړه کې تر ۱۸۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، اسرائیلو هم د ۶۷ اسرائیلیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د ټایوان یو کارکوونکی هم وژل شوی و.

۷۲ ساعته اوربند

حماس ډلې او اسرائیلو د مصر په غوښتنې د ۷۲ ساعتونو لپاره اوربند منلی، چې د ګرینویچ پر وخت د سې شنبې په ګهيځ له پنځو بجو پیل شوی.

قاهره د دواړو لورو ترمنځ د دایمي اوربند لپاره هلې ځلې کوي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه اعلامیه کې غږ کړی چې د دوی سیمو ته د سولې او ارامۍ تر راتلو پورې به په غزه کې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي.

نوموړي دغه اعلامیه د غزې د ځینو سیمو لپاره د اسرائیلو د ۷ ساعته اوربند "بشري فرصت" له ختمېدو وروسته خپره کړې.

په غزه کې د دغه اوربند له کبله تاوتریخوالی یو څه را کم شوی و خو فلسطینیانو ویلي چې اسرائیلو په غزه کې پر یوه کور برید کړی او دغه اوربند یې لا له وړاندې مات کړی و.

پر اسرائیلو هم په بیت المقدس کې د دوو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

اسرایل وايي چې په غزه کې د اورپکو له خوا د دوی په لور راکټي بریدونه ادامه لري.

د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې څلور اونۍ مخکې د کړکېچ له پیله را هیسې تر اوسه ۱۸۶۸ فلسطینیان چې ډیری یې ولسي وګړي دي وژل شوي او شاو خوا ۹۴۷۰ نور ټپیان شوي دي.

په جګړه کې ۶۷ اسرائیلیان چې له درې کسانو پرته نور ټول یې پوځیان دي وژل شوي. د اسرائیلو په لور په وژل شویو کې یوه تایلنډۍ هم شامله ده.

"ارامي او سوله"

د پوځ په سوېلي مرکز کې د یوې امنیتي ناستی نه وروسته ښاغلي نتنیاهو وویل چې د "ژغورونکي څنډې" یا "پروټیکټیف ایج" په نامه عملیاتو ته به ادامه ورکړي.

اسرائیل وايي په غزه کې خپل هدف 'د حماس تونلونو ویجاړول' ته رسېدلي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، اسرائیل وايي په غزه کې خپل هدف 'د حماس تونلونو ویجاړول' ته رسېدلي
د اسرائیلو د پوځ ویاند پیټر لرنر ویلي: "زموږ عملیات وخت پورې نه بلکې هدف پورې تړلي".

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اسرائیلو د پوځ ویاند پیټر لرنر ویلي: "زموږ عملیات وخت پورې نه بلکې هدف پورې تړلي".

هغه وویل: "کوم کار چې پاتې هغه دا دی چې د اسرائیلو دفاعي ځواکونه د غزې د تعرضي تونلونو چاره وکړي".

اسرائیل وايي چې جنګیالي د تونلونو له لارې د دوی خاورې ته ننوځي.

ښاغلي نتنیاهو زیاته کړه: "خو عملیات به تر هغې ادامه لري چې تر څو زموږ سیمو ته یوه اوږد مهاله سوله او ارامي نه وي راغلې".

نوموړي وویل: "موږ د غزې ولسي وګړو ته د زیان رسولو نیت نه لرو" او پر حماس چې غزه یې په کنترول کې ده، یې تور پورې کړ چې سیمې ته د بشري مرستو د لاسرسي مخه نیسي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند پیټر لرنر ویلي چې د "ترهګرو د بنسټونو پر ضد" هوايي عملیات بیا پیلېږي.

نوموړي بي بي سي ته وویل: "زموږ عملیات وخت پورې نه بلکې هدف پورې تړلي".

خو حماس وايي چې اسرائیلو غوښتل د دغه اوربند په پلمه "د خلکو پام د اسرائیلو له ټول وژنو واړوي".

په دغه جګړه کې تر اوسه څو ځلې د اوربند غږ شوی خو یو یې هم تر پایه نه دی رسیدلی او هر وراې دواړو ښکېلو غاړو پر یو بل له اوربنده د سرغړاوي تورونه لګولي دي.

فلسطیني روغتیایي چارواکو ويلي چې د دغه وروستي اوربند له اعلانه یوازې څو دقیقې وروسته اسرائیلو په غزه کې د کډوالو پر یوه پنډغالي هوايي برید وکړ.

راپورونه وايي چې په دغه برید کې یوه وړه نجلۍ وژل شوې او ۱۵ نور ټپیان شوي دي چې ډیری په کې ښځې او ماشومان دي.

یوه ځايي اوسېدونکي ایمن محمود د اې ایف پي خبري اژانس ته وویل: "دلته هیڅ اوربند نه شته. دلته اوربند څنګه شونې دی؟ هغوی درواغ وايي. دوی ان خپلو ژمنو ته هم درناوی نه لري".

په عمومي ډول د اسرائیلو اوربند تاوتریخوالی یو څه را کم کړ که څه هم اسرائیلو ویلي وو چې اوربند به د سوېل په رفح سیمې کې چې اوس هم په کې اسرائیلي ځواکونه ځای پر ځای دي، نه عملي کېږي.

د اوربند پر مهال د غزې په ډیرو سیمو کې فلسطینیان بازارونو ته راوتلل او د پېسو د تر لاسه کولو لپاره د خلکو اوږده کتارونه ولیدل شول.

اسرائیلو ویلي چې د اوربند پر مهال پر دوي له غزې ګڼ شمیر راکټي بریدونه وشول.

په ورته وخت کې د ودانۍ لپاره کارېدونکی یو بس چې د اسرائیلي پولیسو په وینا د ختيځ بیت المقدس یوه فلسطیني وګړي چلاوه، پر یوه بل بس وخوت.

په دغه پېښه کې یو لاروی ووژل شو او ګڼ نور کسان ټپیان شول. پولیسو وروسته دغه بس چلونکی په ډزو وواژه.

له دې پېښي وروسته، د بیت المقدس په ایم ټي سکوپس نومې سیمه کې یو سړی چې راپورونه وايي پوځي و، د یو بل موټر چلونکي د ډزو له کبله سخت ټپي شوی.

اسرائیلو ټیک څلور اونۍ پر غزې بریدونه وکړل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسرائیلو ټیک څلور اونۍ پر غزې بریدونه وکړل
د اسرائیلو بریدونو په غزه کې ځینې جوماتونه هم ویجاړ کړي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د اسرائیلو بریدونو په غزه کې ځینې جوماتونه هم ویجاړ کړي