عراق کې خوشي شوې نرسانې هند ته وسپارل شوې

د عکس سرچینه، BBC World Service
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي د عراق په شمال کې د مشکوکې جهادي ډلې له لوري نيول شوې ۴۶ هندۍ روغتيا پالې خوشې شوې دي.
دغه نرسانې د عراق کردي اربیل ښار کې هندي چارواکو ته سپارل شوې دي.
د هند حکومتي تلويزيون دور درشن ويلي دغه نرسانې په کردي ښار اربل کې هندي چارواکو ته سپارل شوې دي.
تمه ده دغه ښځې به د شنبې پر ورځ بېرته هند ته په الوتکه کې ولېږدول شي.
هغه مهال چې د داعش په مشرۍ سني جنګياليو پر تکريت ښار يرغل وکړ، دغو نرسانو د ښار په يوه روغتون کې دنده ترسره کوله.
دغه هندۍ روغتیاپالې درې اونۍ مخکې نیول شوې وې.
د عراق له موصل ښار سره نژدې چې څو ورځې وړاندې داعش ونيو، د هند شاوخوا ۴۰ کارګر چې په ساختماني برخه کې يې کار کاوه هم نيول شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دغه نرسنې په کردي ښار اربیل کې سپارل شوې، چې ټاکل شوې د شنبې پر ورځ خپل هېواد ته ستنې کړای شي.
دغو هندي نرسانو د عراق شمالي تکریت ښار په یوه روغتون کې کار کاوه.
تکریت یو له هغو ښارونو دی، چې سني یاغي ډلو په وروستیو اونیو کې ونیو.
د هند ختیځ کیرالا ایالت مشر وزیر اوومېن چاندي د تېرې جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل: "په عراق کې ټولې ۴۶ نرسانې رکې روغې دي".

د عکس سرچینه، BBC World Service
دغه نرسانې د هند د کیرالا ایالت اوسېدونکې دي.
د تېرې اونۍ وروستیو کې ځینو نرسانو بي بي سي ته د تیلېفون پر کرښه ویلي وو چې جګړه د تکریت هغه روغتون ته رسېدلې، چې دوی پکې کار کوي.
د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) ډلې د عراق ځینې مهم شمالي او لوېديځ ښارونه نیولي دي.








