پېښور کې د مساپرو پر الوتکې ډزې شوې

پي آی اې

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، پي آی اې دا مهال ټول ټال ۳۴ الوتکې لري، چې یوازې ۲۴ یې د ګټې اخیستلو دي.

پاکستاني پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور پر هوايي ډګر د کښېناستو پرمهال پر پي آی اې الوتکې ډزې شوې، چې یو مساپر پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پي آی اې دغه الوتنه د سعودي عربستان له ریاض ښار نه پېښور ته وه.

په دغه پي کې ۷۵۶ الوتکه کې نژدې ۱۷۸ مساپر وو.

پولیس وايي، په ډزو کې یوه ښځینه مساپره وژل شوې او ټپیان د الوتکې عمله دي.

دا په کراچۍ کې روانه میاشت پر هوايي ډګر تر خونړي برید وروسته دویم برید دی.

د پاکستان حکومت له څو ورځو راهیسې په شمالي وزیرستان کې د اورپکو پرضد عملیات پیل کړي دي.

پوځ وايي، هدف یې د هغو ازبک اورپکو له منځه وړل دي، چې پر کراچۍ هوايي ډګر یې برید کړی و.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي، امنیتي ځواکونو د پېښور پاچا خان هوايي ډګر بند کړی او د برید کوونکو په لټه کې دي.

پېښور کې پر الوتکې برید پر کراچۍ هوايي ډګر تر برید څو ورځې وروسته شوی دی.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، پېښور کې پر الوتکې برید پر کراچۍ هوايي ډګر تر برید څو ورځې وروسته شوی دی.

د پولیسو یوه افسر دوست محمد خان اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، پر الوتکې پنځه ډزې شوې.

ویل کېږي، چې د جیټ الوتکې د چټکې کښېناستنې له کبله ځینې نور مساپر هم ټپیان شوي دي.

د پي آی اې یوه چارواکي محمد کفایت الله خان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ویشتل شوې الوتکې ته ننوتی او په څوکۍ کې یې ویشتل شوې مېرمن لیدلې ده.

دی وايي: "ټول مساپر هک پک پاتې شول. ځینو ژر تر ژره بهر ته د وتلو هڅه کوله؛ ځکه چې د الوتکې د ننه د اور له بلېدو وېرېدل".

په شمالي وزیرستان کې د پوځ د عملیاتو له کبله لږترلږه ۳۵۰۰۰۰ خلک بې ځایه شوي، چې زیاتره یې افغانستان او بنوته اوښتي دي.