د کراچۍ پر هوايي ډګر برید ۲۸ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP GETTY
- Author, طاهرخان
- دنده, اسلام آباد
د پاکستان سند ایالت کراچۍ ښار پر نړیوال هوايي ډګر ډله ییز ځانمرګی برید تر څه باندې پنځو ساعتونو وروسته پای ته ورسېد، چې د لسو برید کوونکو په ګډون لږترلږه ۲۸ کسان پکې وژل شوي دي.
د کراچۍ ښار چارواکي او پولیس وايي، اوس پر هوايي ډګر برید پای ته رسېدلی دی.
د جناح روغتون د بېړنیو پېښو د څانګې ډاکټر سیمي جمالي ویلي، دوی ته شپاړس مړي وروړل شوي، چې لس په کې د هوايي ډګر ساتونکي دي، څلور د پي آی اې کارکوونکي دي.
دوی وايي، چې روغتون ته په برید کې د لسو وژل شویو کسانو مړي نه دي وړل شوي.
ډاکټر سیمي وايي، په برید کې ۲۳ کسان ټپیان شوي، چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د پاکستاني پوځ یوه ویاند ویلي، د برید مقابلې ته د پاکستان کومانډو ځواکونه هم ورغوښتل شوي وو.
د دغه نړیوال هوايي ډګر ټولې الوتنې د پاکستان نورو هوايي ډګرونو ته لېږدول شوې دي.
تر اوسه په برید کې د هوايي چلند او یا مسافرو د وژل کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.
ویل کېږي، چې په وژل شویو کې زیاتره د هوايي ډګر ساتونکي او ځینې یې د هوايي چلند کارکوونکي دي.
د پاکستان ډان خبري اژانس وايي، وسله والو لومړی د هوايي ډګر یوه دروازه الوځولې او بیا یې بریدونه کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
برید کوونکو له جعلي کارتونو په ګټې اخیستو ځانونه هوايي ډګر ته ننویستي او اغزن تارونه یې له منځه وړي دي.
پاکستاني طالبانو د کراچۍ پر هوایي ډګر د برید پړه پر غاړه اخیستي، چې وايي دا برید یې د خپل مشر حکیم الله مسید د مرګ د غچ اخیستو په غبرګون کې کړی دی.
د طالبانو ویاند شاهد الله شاهد له وزیرستان نه د تیلیفون په کرښه خبریالانو ته وویل، دوی د خپلو ملګرو د وژنې غچ اخیستو حق لري.
د هوايي ډګر له ترمینال څخه لوګی پورته کېږي.
'سوځېلې الوتکه'
د هوايي ډګر د ساتونکو ویاند مخکې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو، چې وسله وال ځغاستلیکې ته رسېدلي دي.

د عکس سرچینه، AFP
په هوايي ډګر کې د دوو لویو چاودنو خبر هم ورکړل شوی دی، خو د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه وایي برید کې ټولې الوتکې او نور مهم توکي خوندي دي
هوايي ډګر ته څېرمه د حمّاد په نامه یوه ډیپلومات بي بي سي ته ویلي د خپل کور بام ته په ختلو سره یې په هوايي ډګر کې یوه الوتکه د سوځېدلو په حال کې ولیده.
خو وروسته پوځ وویل، چې الوتکه ویجاړه شوې، خو د تېلو ذخیره تر کنټرول لاندې راغلې ده.
د کراچۍ د هوايي چلند یوه چارواکي سرمد حسین ویلي "په خپل دفتر کې په کار بوخت وم، چې د سترو چاودنو غږونه مې واورېدل، بیا وروسته ډزې پیل شوې".
دی وايي، له خپل یوه ملګري سره له کړکۍ په ټوپ اچولو وتښتېدل، خو د ملګري پښه یې ماته شوه.
د هوایې ډګرد تېلو په یوه زېرمه کې اور لګېدلی. امنیتي چارواکي وایي وسله وال چې ویل کیږي د هوایي ډګر د امنیتي ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و، تېره شپه ناوخته په یوه موټر کې هوایي ډګر ته په رسېدو یې لومړی لاسي بمونه غورځولي او بیا یې ډزې پیل کړې.
حکومت د هېواد په نورو هوایي ډګرونو کې امنیت ټینګ کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP GETTTY
د جګړې له کبله د کراچۍ له هوایي ډګر نه شاوخوا ۲۰ الوتنې ځنډول شوې دي.
'ازبک برید کوونکي'
د نیمه پوځي ځواکونو مشر رضوان اختراختر وایي، ښکاري چې برید کوونکي ازبک وي، خو د پېژندلو لپاره به د وژل شویو بریدګرو ډي این اې ازموینې وشي.
د کراچۍ هوايي ډګر له ترمینال نه د اقتصادي الوتکو کار نه اخیستل کېږي، خو له هغه ځایه د پي آی اې بار وړونکې الوتکې الوځي.
پاکستان له څه باندې لسو کلونو راهیسې له اسلامپالو سخت دریځو سره لاس او ګرېوان دی.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په وروستیو کې بي بي سي ته ویلي وو، له وسله والو سره د سولې خبرو ته چمتو دی.
وړاندې په کراچۍ کې هم اورپکو ډېر بریدونه کړي دي.
په ۲۰۱۱ کې، په وسلو سمبالو کسانو د پاکستان مهران سمندري ځواکونو پر یوې اډې په ۱۷ ساعته برید کې لږترلږه ۱۰ کسان ووژل او دوې الوتکې یې ویجاړې کړې.








