د کراچۍ پر هوايي ډګر برید

د پاکستان سند ایالت کراچۍ ښار پر نړیوالو هوايي ډګر په وسله سمبالو ځانمرګو برید کوونکو په شاوخوا پنځه ساعته برید کې د ۱۰ ځانوژونکو په ګډون لږترلږه ۲۹ کسان وژل شوي دي.


د پاکستان کراچۍ ښار پر نړیوال هوايي ډګر د وسله والو له خوا له امنیتي ځواکونو سره پنځه ساعته نښته وشوه.
د عکس تشریح، د پاکستان کراچۍ ښار پر نړیوال هوايي ډګر د وسله والو له خوا له امنیتي ځواکونو سره پنځه ساعته نښته وشوه.
په هوايي ډګر برید د ماخوستن په لسو بجو پیل شو، چې پکې د هوايي ډګر ۲۳ امنیتي سرتېري وژل شوي. د حالاتو قابو کولو لپاره پوځ هم د رینجرو او امنیتي څواکونو مرسته کړې.
د عکس تشریح، په هوايي ډګر برید د ماخوستن په لسو بجو پیل شو، چې پکې د هوايي ډګر ۲۳ امنیتي سرتېري وژل شوي. د حالاتو قابو کولو لپاره پوځ هم د رینجرو او امنیتي څواکونو مرسته کړې.
د پوځ مطبوعاتي برخې ویاند عاصم باجوه په خپل ټویټر کې لیکلي چې سیمه پاکه شوې او کومې الوتکې ته زیان نه دی رسېدلی.
د عکس تشریح، د پوځ مطبوعاتي برخې ویاند عاصم باجوه په خپل ټویټر کې لیکلي چې سیمه پاکه شوې او کومې الوتکې ته زیان نه دی رسېدلی.
په انځورونو کې چې کومې د اور لمبې وینئ، هغه د الوتکې نه دي بلکې د ودانۍ دي چې اوس یې اور مړ شوی. ټول مهم څیزونه محفوظ دي.
د عکس تشریح، په انځورونو کې چې کومې د اور لمبې وینئ، هغه د الوتکې نه دي بلکې د ودانۍ دي چې اوس یې اور مړ شوی. ټول مهم څیزونه محفوظ دي.
په هوايي ډګر کې د ډېر مزاحمت سره بیا هم په ډېر احتیاط تلاشي روانه ده، خو چارواکي د ورځې رڼا ته په تمه دي چې هر اړخیزه تلاشي وکړي.
د عکس تشریح، په هوايي ډګر کې د ډېر مزاحمت سره بیا هم په ډېر احتیاط تلاشي روانه ده، خو چارواکي د ورځې رڼا ته په تمه دي چې هر اړخیزه تلاشي وکړي.
د هوايي ډګر په چاپېر کې د انجینیرنګ په دوه پوړیزه ودانۍ کې تر ډېره وخته د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه وه، دا هغه ودانۍ ده چې بریدګر د هوايي ډګر اډې ته د ننه شوي وو.
د عکس تشریح، د هوايي ډګر په چاپېر کې د انجینیرنګ په دوه پوړیزه ودانۍ کې تر ډېره وخته د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه وه، دا هغه ودانۍ ده چې بریدګر د هوايي ډګر اډې ته د ننه شوي وو.
د څېړنو پرمهال د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګې ویاند عاصم باجوه په یوه ټویټ کې ویلي، چې نوموړي د عملیاتو له قوماندان سره خبرې شوې او هغه ویلي چې ترهګر په یوه ځانګړي ځای کې شته دي چېرې چې د هغوی پر خلاف عملیا ت روان دي.
د عکس تشریح، د څېړنو پرمهال د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګې ویاند عاصم باجوه په یوه ټویټ کې ویلي، چې نوموړي د عملیاتو له قوماندان سره خبرې شوې او هغه ویلي چې ترهګر په یوه ځانګړي ځای کې شته دي چېرې چې د هغوی پر خلاف عملیا ت روان دي.
 ترمینل محفوظ دی او کومې الوتکې اور نه دی اخیستی.
د عکس تشریح، ترمینل محفوظ دی او کومې الوتکې اور نه دی اخیستی.
عاصم باجوه وویل، د کراچۍ له هوايي ډګر نه د پېښې په اړه په ژوندۍ بڼه خپرونې بندې شوې ځکه دا کار د عملیاتو په برخه کې ستونزې جوړوي او له دې خپرونو نه د سرتېرو ځای معلومیږي چې له ترهګرو سره مرسته کولی شي.
د عکس تشریح، عاصم باجوه وویل، د کراچۍ له هوايي ډګر نه د پېښې په اړه په ژوندۍ بڼه خپرونې بندې شوې ځکه دا کار د عملیاتو په برخه کې ستونزې جوړوي او له دې خپرونو نه د سرتېرو ځای معلومیږي چې له ترهګرو سره مرسته کولی شي.
په نښه شوي ځای کې دویم ترمینل هم شته، چې تر ډېره د حج د الوتنو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي. هلته شپږ باروړنکې الوتکې هم ولاړې دي.
د عکس تشریح، په نښه شوي ځای کې دویم ترمینل هم شته، چې تر ډېره د حج د الوتنو لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي. هلته شپږ باروړنکې الوتکې هم ولاړې دي.