کراچۍ کې پولیسو شپږ مړي موندلي

د عکس سرچینه،
کراچۍ کې پولیسو شپږ مړي موندلي، چې له ځورونې وروسته وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا له وژل شویو کسانو نه درې د سواتي طالبانو نومي ډلې اړوند دي.
د منګوپیر سیمې پولیس وايي، وژل شوي کسان له تښتول کېدو وروسته په یوه ویرانه سیمه کې په ډزو وژل شوي دي.
پولیس له مړو سره یو ځاي د تومانچې مرمیو تشې تولۍ هم موندلې، چې له دې مخکې هم د وژل شویو کسانو له مړو سره یو ځای موندل کېدې.
د ځايي روغتون ډاکټران، چې دغه جسدونه ور وړل شوي وايي، د دغو کسانو عمرونه د ۲۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ دي او له نژدې نه په ډزو ویشتل شوي دي.
د ځايي پولیسو یوه افسر شعیب بلوڅ په وینا وژل شویو نه درې کسان پېژندل شوي، چې نومونه یې شعیب، خان سعید او یوسف دي او په اسنادو کې یې د سوات ادرس لیکلی شوی دی.
د پولیس په وینا داسې شک کېږي، چې دغه کسان د طالبانو سواتۍ ډلې اړوند دي او احتمال شته، چې وژنه یې د طالبانو خپل منځي اختلاف وي، خو وايي د دریمې ډلې احتمال هم نه ردوي.
د کراچۍ ښار او شاوخوا سیمو نه د تېرو پنځو میاشتو په اوږدو کې ۲۵ داسې مړي موندل شوي، چې له ځورونې وروسته وژل شوي دي.
پولیس وايي، ډېری موندل شوي مړي د هغو ډلو د اړوندو کسانو دي، چې حکومت پرې بندیزونه لګولي او یو شمېر نور یې بیا د متحده قومي خوځښت د فعالانو په توګه پېژندل شوي دي.








