طالبانو بیا د کراچۍ پر هوايي ډګر برید وکړ

د عکس سرچینه،
د پاکستان تر ټولو لوی ښار کې وسله والو کسانو د دغه ښار هوايي ډګر ته څېرمه د هوايي ډګر ساتونکو ځواکونو پر یوه کمپ برید کړی.
د امنیتي ځواکونو یوه ویاند په وینا پهلوان ګوټ سیمه کې چې هوايي ډګر ته څېرمه ده اوس هم نښته روانه ده.
دغه سیمه کې د پوځیانو اوسېدو یوه مېنه ده، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
د پاکستان دولتي تلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې سیمې ته ګڼ امنیتي ځواکونه غوښتل شوي دي.
دغه سیمه د هوايي ډګر هغې دروازې ته څېرمه ده، چې د یکشنبې په شپه پرې وسله والو بریدکړی و.
پاکستاني چارواکو تېره ورځ پر کراچۍ هوايي ډګر تر برید وروسته د دغه ډګر الوتنې بېرته پیل کړې، خو اوس یې د نامالوم وخت لپاره بېرته الوتنې بندې کړې دي.
هوايي ډګر ته ټولې غځېدلې لارې بندې شوې دي.
د طالبانو ادعا
داسې رپوټونه دي، چې په وسلو او راکټونو سمبال وسله وال په موټر کې د تازه برید لپاره د هوايي ډګر د ساتنې د ځواکونو مرکز ته ورغلي.
عیني شاهدان وايي، د برید ځای ته امبولانسونه ورغلي، خو سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې برید کوونکي تر برید وروسته تښتېدلي دي.
پاکستاني طالبانو د وروستي برید پړه منلې ده.
تیراه

د عکس سرچینه، BBC World Service
بل لور ته پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې د خیبر ایجنسۍ په تيراه سیمه کې یې د الوتکو بمبارۍ کې ۱۵ سخت دریځي وسله وال وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
د پوځ له لوري په یوه پیغام کې ویل شوي، چې جنګي الوتکو په تېراه سیمه کې د شکمنو وسله والو پر پټنځاینو بمباري کړې.
تر اوسه نه دي ویل شوي، چې دغه بمباري څه مهال شوې او پکې د سخت دریځو د کومې ډلې وسله وال په نښه شوې دي.
پاکستاني پوځ د وسله والو پر پټنځاینو دغه بریدونه داسې مهال کړي، چې یوه ورځ مخکې د یکشنبې په ورځ وسله والو کراچۍ کې د پاکستان پر تر ټولو لوی هوايي ډګر برید وکړ.
په هغه برید کې د رپوټونو له مخې ۳۶ کسان ووژل شول.








