د پاکستان جېټ الوتکو ۵۰ وسلوال وژلي دي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان جنګي الوتکو په شمالي وزيرستان کې د اورپکو پر ضد د عملياتو پر مهال لږترلږه ۵۰ وسلوال وژلي چې د کراچۍ بريد پلان جوړوونکی ازبک مشر عبدالرحمن الماني هم په کې دی.
پاکستاني چارواکي وايي جېټ الوتکو د شپې ناوخته ميرانشا سره نژدې د دته خيل په سيمه کې د جنګياليو مرکزونه په نښه کړي دي.
دوی وايي د وژل شويو ډېری يې ازبک جنګيالي دي او په خبره يې هدف هم دغه جنګيالي وو.
ازبک جنګياليو په وروستيو کې د کراچۍ پر هوايي ډګر د بريد مسووليت پر غاړه واخيست، په دغه بريد کې له ۳۰ زيات کسان ووژل شول.
پاکستاني سرچينې وايي وژل شوي په هغو کسانو پورې اړه لري چې د کراچۍ بريد يې پلان کړی وو.
په دغو هوايي بريدونو کې د اووښتو زيانونو په اړه جزييات نه دي ورکړای شوي.
دا په روانه اوونۍ کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د خپل ډول دويم بريد دی.
په پاکستان کې د بي بي سي خبريال وايي، ځايي خلکو ورته ویلي، چې په دغو عملياتو کې د توندلارو شپږ مرکزونه په نښه شوي.
ځينې راپورونه په بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر له ۱۰۰ زيات ښيي، خو ځايي چارواکي وايي دومره کسان نه دي وژل شوي.
داسې راپورونه هم ورکړای شوي، چې د بريد پر مهال د ځايي توندلارو يوه غونډه روانه وه، خو په حکومتي کچه د دې پخلی نه دی شوی.
سرچينې وايي په دغو عملياتو کې يو مهم ازبک قومندان وژل شوی، چې د کراچۍ پر هوايي ډګر د بريد پلان جوړوونکی بلل کېږي.
دغه بريد د دته خيل ولسوالۍ په يوه وروسته پاتې سيمه ديګان کې شوی. د ديګان سيمه له ميرانشاه نه کابو ۲۵ کيلومتره لرې پرته ده.








