''قبايلي سيمو کې د وسلوالو مرکزونه ختم کړئ''

د عکس سرچینه، AFP
- Author, طاهر خان
- دنده, اسلام اباد
د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ويليم برنز په پاکستان غږ کړی، چې په قبايلي سيمو کې د وسلوالو خوندي مرکزونه له منځه يوسي.
ښاغلي برنز دغه راز ويلي حکومت دې د پاکستان له خاورې پر ګاونډيو هيوادونو د بريدونو مخه ونيسي.
پاکستاني مشرانو سره له خبرو وروسته دغه امريکايي چارواکي وويل د وسلوالو خوندي مرکزونه ختمول او د پولې بلې غاړې ته د پاکستان د خاورې څخه د فعاليتونو مخنيوی د پاکستان او افغانستان په ګډون د نورو ګاونډيانو ترمنځ د ښو اړيکو لپاره ډېر مهم دی.
ويليم برنز د خپل دوه ورځني سفر پر مهال له لومړي وزير نواز شريف، د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف او د کابينې له يو شمېر نورو غړو سره هم ليده کاته وکړل.
د حکومت له لوري خپره شوې اعلاميه وايي په خبرو کې د ډيورنډ پر پوله امنيتي وضعيت، اقتصادي همکاري او د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په راتلونکې هم خبرې وشوې.
دا پاکستان ته له يوې مياشتې په کمه موده کې د دريم جګپوړي امريکايي چارواکي سفر دی.
څو ورځې وړاندې د امريکا د مرکزي قومندې سېنټکام مشر لېوډ آسټن د پاکستان له لوړ رتبه پوځي مشرانو سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کړی و.
د جېمز ډوبنز سفر
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی جېمز ډوبنز هم اسلام آباد ته ورغلی و.
دپلوماتيکې سرچينې وايي پاکستان ته د امريکايي چارواکو پرله پسې سفرونو هدف په پاکستان د وسلوالو ډلو پرضد د عملياتو غوښتنه وه چې افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتو وروسته ګاونډي هيواد کې د جګړو مخه نيول دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وليم برنز د سفر په اړه په خپره شوې ويناپاڼه کې ويل شوي چې نوموړي لومړي وزير نواز شريف سره په غونډه کې غوښتنه وکړه، هېچاته اجازه ور نه کړي چې د پاکستان خاوره د ګاونډيو هيوادونو پر ضد وکاروي.
ښاغلي برنز ويلي د پاکستان په سرحدي سيمو کې د سخت دريځۍ ختمول د پاکستان د امنيت او ثبات لپاره مهم دي.
هغه د پاکستان په صدراعظم غږ وکړ چې په وسلوالو ډلو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ويليم برنز سره خبرو کې غوښتنه وکړه چې په سيمه کې د امنيتي تړونونو پر مهال بايد د پاکستان اندېښنې په پام کې ونيول شي.
ښاغلي نثار علي خان امريکايي مرستيال وزير ته وويل، پاکستان د افغانستان حکومت سره په سيمه کې د امنيت او ثبات لپاره کار کولو ته چمتو دی.








