امریکا عراق ته دوه سوه اضافي پوځیان لېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي په بغداد کې د امریکا د سفارت ساتلو لپاره به عراق ته دوه سووه نور اضافي پوځیان ولیږي.
د تېرې میاشتې په سر کې هم نژدې درې سوه امریکايي سرتېري عراق ته لېږل شوي وو.
ښاغلي اوباما د امریکا کانګریس ته په یوه لیک کې ویلي، په اضافي ملاتړو کې به الوتکې، استخباراتي او د څار سلا کاران هم شامل وي.
دغه اعلان د عراق په تکریت کې د روانې جګړې وروسته شوی دی، چېرې چې د عراق حکومتي ځواکونه له دریو ورځو راهیسې هڅه کوي دغه ښار د داعش له سني وسله والو ونیسي.
په تکریت کې د وروستیو جګړو له امله سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شوي دي.
د عراق لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او عراق ته د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو مشر نیکولای مالادوېف وايي عراق ډېرو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري:
' اوس زموږ پام پر دوو برخو ورټول دی، لومړی پر بشري برخې چې موږ یې په تړاو د بغداد له حکومت او د کردانو له سیمه ییزو حکومت سره کار کوو. او غواړو د بې شمېره بې ځایه شویو کورنیو او کډوالو فشار کم کړو. او دویم موږ له ټولو سیاسي ډلو سره کار کوو چې څنګه له دغو ستونزمنو حالاتو د وتلو یوه لار پيدا کړو. '
عراقي ځواکونه له یاغیانو نه د شمالي ښار تکریت د بیرته نیولو لپاره په عملیاتو کې مخکې تګ کوي. له تېرې پنجشنبې راهیسې دولتي ځواکونه د ښار په شاخوا کې د داعش ډلې له وسله والو سره په نښتو کې ښکیل دي.
د ښار په سوېلې برخو کې تازه نښتې شوې او د ښار په مرکز کې پر اهداف بمبارۍ شوې. دغه راز یاغیانو هم د تکریت په شمال کې پر یوې پوځې اډې برید کړی او یوه ځايي اوسیدونکي بي بي سي ته ویلي چې د داعش وسله والې ډلې د پوځي آډې دوه پر درې برخې نیولې دي.
یاغیانو پر دغې پوځې اډې په داسې حال کې حمله وکړه چې د څرخي الوتکو له خوا بمباري پرې کېده. د عراق پوځ هغه رپوټونه ردوي چې وايي اورپکو هغه کاروان په شا تمبولی چې د مرستو یوه مرکز ته روان و.
په تکریت کې د پوځي عملیاتو او اورپکو د بریدونو له امله په سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بي ځایه شوي دي. د عراق لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او عراق ته د ملګرو ملتونو د مرستو مشر نیکولای ملاډینوف وايي عراق ډېرو نړیوالو مرستې ته اړتیا لري.
' اوس مهال زموږ پاملرنه پر دوو برخه ده، اول پر بشري برخې چې موږ یې په اړه د بغداد له حکومت او کردانو له سیمه ییز حکومت سره کار کوو چې د بي شمېره کورنیو بي ځایه شویو کډوالو له امله فشار کم کړو. د موصل له سقوط وروسته نژدي نیم میلون کسان د اوسني کړکېچ له امله بي ځایه شوي دي او دویمه برخه دا ده چې موږ له ټولو سیاسي ډلو سره کار کوو چې څنګه له دې ستونزمنو حالاتو نه د وتلو یوه لاره پیدا کړو. '
د تکریت ډېرې برخې د جون د میاشتې په ۱۱مه نیټه د داعش وسله والو ونیولې. له هماغه راهیسې د عراقي دولتي ځواکونو او داعش ډلې ترمنځ سختې نښتې روانې دي. د جمعې په ورځ دولتي ځواکونو د تکریت پوهنتون یوه برخه ونیوله.
په همدې حال کې د عراقي پوځ څلور تنه پوځیان د بغداد په سوېل کې د سړک غاړې بم په چادونه کې وژل شوي دي.








