اسراييلو د سوريې پر پوځي هدفونو بريدونه کړي

د اسراییلو پوځي چارواکي وايي توغندی د سوریې له دننه توغول شوی و

د عکس سرچینه، getty

د عکس تشریح، د اسراییلو پوځي چارواکي وايي توغندی د سوریې له دننه توغول شوی و

اسراییل وايي سوریې کې دننه یې پر پوځي هدفونو بمباري کړې.

د اسراییلو پوځ وايي، د جولان په لوړو کې دغه توغندیز برید کې د یوه زلمکي له وژل کېدو وروسته یې د غبرګون په توګه د دواړ هېوادونو پولې ته څېرمه پر نهو هدفونو بریدونه کړي.

د توغندي په بريد کې چې اسراييل يې توندلارو کار بولي د وژل شوي هلک پلار وايي دوه نور کسان هغه مهال ټپیان شول، چې توغندی د دوی پر موټر ولګېد.

د وژل شوي هلک پلار د اسراییلي پوځ قراردادي دی چې دی هم په بريد کې ټپي شوی دی.

د اسراییلو پوځي چارواکي وايي توغندی د سوریې له دننه توغول شوی و.

دوی د دغه زلمي وژنه، په تېرو دريو کلونو کې د سوریې کړکېچ له پیل راهیسې په ګولان سیمه کې تر ټولو مهمه پېښه بولي.

دا لا روښانه، نه ده چې د بريد تر شا سوري ياغيان و او که حکومتي ځواکونه دي.

د اسراييلي پوځ يوه وياند اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس ته ويلي، چې د سوريې له لوري بريد په ښکاره په لوی لاس شوی دی.

د اسراييلو پوځ وايي د دغه بريد په ځواب کې د دوی هوايي ځواک د سوريې د قومندې د يوه مرکز په ګډون څو پوځي سنګرونه په نښه کړي دي.

تر دې وړاندې اسراييلي پلي ځواکونو په لويديځه غاړه کې لسګونه فلسطينيان د دريو لادرکه شويو اسراييليانو په بدل کې نيولي دي.

اسراييل فکر کوي چې دغه درې زده کوونکي د حماس غورځنګ جنګياليو تښتولي، خو حماس دغه تورونه رد کړي دي.

اسراييلو له تېرو څو ورځو راهيسې په دغو کسانو ډېره سيمه لټولې، خو لا يې نه دي موندلي.