امریکايي جاسوسي الوتکې نايجريايي نجونې لټوي

د یرغمل شو نجونو میندې غواړي چې لوڼه يې ژر تر ژره خوشې شي

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د یرغمل شو نجونو میندې غواړي چې لوڼه يې ژر تر ژره خوشې شي

امریکا ویلي په نايجريا کې په اپريل مياشت کې د سخت دريځې ډلې بوکو حرام له لوري د يوه ښوونځي د تښول شويو نجونو د موندلو لپاره پيلوټ لرونکې جاسوسي الوتکې کاروي.

چارواکي وايي، امریکا به د سټلایټ پر مټ اخیستل شوي انځورونه د نایجریا حکومت ته ورکړي.

اسلامپالې سخت دریځې ډلې بوکو حرام د اپریل پر ۱۴مه په بورنو کې له ښوونځي ۲۰۰ زده کوونکې وتښتولې چې ځینې یې د تښتوونکو له منګولو په تېښته بریالۍ شوې دي.

پرون د دوشنبې پر ورځ بوکو حرام د نژدې ۱۰۰ نجونو ویډیو خپره کړه چې د خوشې کولو په بدل کې یې د خپلو نیول شويو ملګرو د خلاصون غوښتنه کړې وه.

له دې وروسته امریکا د دغو نجونو د لټون لپاره د خپلو نويو هڅو په اړه معلومات ډاګيزه کړل.

یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل” موږ د ستلايټ پر مټ انځورونه هم اخیستي او د نايجريا د حکومت په اجازه زموږ پيلوټ لرونکې جاسوسي الوتکې هلته ګرځي”

رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې امریکا د پلټنې په چارو کې د بې پيلوټه الوتکو په کارولو هم فکر کوي.

د یرغمل شويو نجونو له ویډیو خپریدو وروسته د نایجریا د اطلاعاتو وزیر وويل، په ټولو غوراویو فکر کوي، خو ورسته د کورنیو چارو وزیر بي بي سي ته وویل حکومت په هېڅ ډول د تبادلې وړاندیز نه مني.

چارواکي وايي، امریکا به د سټلایټ پر مټ اخیستل شوي انځورونه د نایجریا حکومت ته ورکړي.

اسلامپالې سخت دریځې ډلې بوکو حرام د اپریل پر ۱۴مه په بورنو کې له ښوونځي ۲۰۰ زده کوونکې وتښتولې چې ځینې یې د تښتوونکو له منګولو په تېښته بریالۍ شوې دي.

پرون د دوشنبې پر ورځ بوکو حرام د نژدې ۱۰۰ نجونو ویډیو خپره کړه چې د خوشې کولو په بدل کې یې د خپلو نیول شويو ملګرو د خلاصون غوښتنه کړې وه.

له دې وروسته امریکا د دغو نجونو د لټون لپاره د خپلو نويو هڅو په اړه معلومات ډاګيزه کړل.

یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل: ''موږ د ستلايټ پر مټ انځورونه هم اخیستي او د نايجريا د حکومت په اجازه زموږ پيلوټ لرونکې جاسوسي الوتکې هلته ګرځي''.