بوکو حرام د تښتول شوو نجونو د "خرڅولو" ګواښ کړی

د عکس سرچینه، AP
د نایجریا بوکو حرام سخت دریځې ډلې د هغو ۲۰۰ نجونو د "خرڅولو" ګواښ کړی، چې نژدې درې اونۍ مخکې یې د نایجریا د شمال له یوې مدرسې تښتولې وې.
د بوکو حرام ډلې مشر ابو بکر شیکاو په یوه وېډیو کې، چې فرانس پرېس خبري اژانس تر ګوتو کړې ده، د دغو نجونو د تښتولو مسؤولیت منلی دی.
شیکاو وايي: "ما ستاسې لوڼې وتښتولې، چې په بازار کې به یې خرڅې کړم".
د تېر اپریل پر ۱۴مه، د نایجریا شمالي بورنو ښار شیبوک سیمه کې د تښتونې دغې پېښې نړیوال غبرګونونه هم راوپارول او د نجونو د ژر ژرغولو غوښتنې یې وکړې.
خو په نایجریا کې لاهم ګڼ وګړي پر دې اند دي، چې حکومت د تښتول شویو نجونو په خلاصون کې له زړه کار نه کوي.
سلګونو نایجریایانو، چې زیاتره یې مېرمنې وې، څو ورځې مخکې پر حکومت د فشار راوړلو لپاره لاریون وکړ، چې د تښتول شویو نجونو د خلاصون لپاره ریښتیني ګامونه پورته کړي.
د نایجریا ولسمشر ګوډلک جنتن ومنله، چې امنیتي ادارې لاهم د تښتول شویو نجونو د څرک لګولو عملیات کوي.
د فعالې خوشي کول
د نایجریا چارواکو هغه یوه فعاله نعومي موته بېرته خوشي کړې، چې د نجونو خوشي کولو د لاریون پلوۍ کې یې مهمه ونډه لرله.
دغه فعاله د ولسمشر ګوډلک جنتن د مېرمنې په غوښتنې خوشې شوې ده.
فعالان وايي، چې موته د ښځو د لاریون پرمهال نیول شوې وه.
دغه لاریون د ولسمشر د مېرمنې په بلنه جوړ شوی و.
باور کېږي، چې د ولسمشر مېرمنې له دې کبله خجالت ایستلی، چې د تښتول شویو نجونو میندو پیغور ورکړی، چې ګني مېړه یې د نجونو د موندلو توان هم نه لري.
شنونکي وايي، چې د ولسمشر مېرمن د نایجریا په سیاست کې ډېر نفوذ لري.
موته د هغه ښار اوسېدونکې ده، چې دغه نجونې ترې تښتول شوې ډي.
واشنګټن وايي، چې د دغو نجونو تښتونه یو "ډېر ناوړه عمل" دی، چې د خلاصون لپاره یې د مرستې کولو غږ هم کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني ویلي د دغې پېښې په اړه ولسمشر بارک اوباما ته هم خبر ورکړل شوی، خو د ملي امنیت ډله د دې قضیې په اړه پرمختګ له نژدې څاري.








