نایجریا کې موټربم چاودنې پلازمېنه ولړزوله

تر اوسه ددغه برید مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، تر اوسه ددغه برید مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د نایجریا د بېړنیو حالاتو ادارې چارواکو بي بي سي ته ویلي پلازمېنه ابوجا کې موټر بم چاودنې لږترلږه نولس تنه وژلي او شپیته تنه نور ټپیان دي.

د موټر بم دا چاودنه د ابوجا په څنډه د ناینا په نوم د بسونو په تم ځای کې د پولیسو هغه مرکز ته نژدې شوې چې د دوو اونیو وړاندې چاودنې په ځای کې جوړ شوی دی.

تر اوسه ددغه برید مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

خو د دوه اونۍ وړاندې چاودنې مسؤولیت چې شاوخوا اویا تنه په کې ووژل شول د بوکو حرام په نوم اسلامپالې ډلې په غاړه اخیستی و.

دا ډله چې خپل ډیر بریدونه د نایجربا په شمال کې کوي، په دې وروستیو اونیو کې یې ددغه هېواد پلازمېنې ته د بریدونو د لمنې غځولو خبر هم ورکړی.

سامویل فلیپ ددغې پېښې یو عیني شاهد دی چې وايي:

د وینو ویالې

''موږ لومړی د چاودنې لوړ غږ واورید. موږ نه پوهېدو چې دا غږ به د څه شي وي، بیا ځینو وویل چاودنه شوې. موږ داسې فکر کاوه چې څنګه کېدای شي په یوه ځای دوه ځله چاودنې وشي. بیا موږ د پېښې ځای ته ولاړو، خلکو ژړل د وینو ویالې روانې وې، انسانان سوځېدلي وو، پرما یو ډول لړزه راغله او مې نه شو کولای هلته پاتې شم''.

د بي بي سي خبریال وېل روز وايي، وروستۍ چاودنه داسې مهال شوې، چې نایجریايي چارواکي د هغو ۲۳۰ نایجریايي ښځینه زده کوونکو د خلاصون هڅې کوي، چې د تېر اپریل پر ۱۴ سخت دریځو اورپکو د ناینا تر برید وروسته وتښتولې.

سږ کال د بوکو حرام په بریدونو کې تر ۱۵۰۰ ډېر ولسيو ګړي وژل شوي، چې تر ډېره دغه بریدونه د نایجریا په شمال ختیځو درو ولایتونو کې شوي دي.

بوکو حرام وړاندې هم پلازمېنه ابوجا کې مرګوني بریدونه کړي، چې تر ټولو خونړی یې په ۲۰۱۱ کال د ملګرو ملتونو پر یوې ودانۍ و.

خو د تېرې میاشتې برید له نژدې دوو کلونو وروسته پلازمېنه کې لومړنی خونړی برید و.

د چاودنې پروخت پر سړک سخته ګڼه ګوڼه وه، او ګڼ مساپر بسونو ته په انتظار وو

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د چاودنې پروخت پر سړک سخته ګڼه ګوڼه وه، او ګڼ مساپر بسونو ته په انتظار وو
ټپیان د ابوجا اسوکورو عمومي روغتون ته یووړل شول

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ټپیان د ابوجا اسوکورو عمومي روغتون ته یووړل شول
په وروستیو اونیو کې دا په سیمه کې دویم خونړی برید دی، چې د وګړو ارام ژوند یې تریخ کړی دی

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په وروستیو اونیو کې دا په سیمه کې دویم خونړی برید دی، چې د وګړو ارام ژوند یې تریخ کړی دی