نایجریا کې چاودنو ۱۰ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AP
د نایجریا شمال ختيځ میدوګوري ښار کې دوو زورورو چاودنو لږترلږه لس کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي.
عیني شاهدانو ویلي، چې په خلکو کې د چاودنو له کبله وېره خپره شوې ده.
شاید د وژل شویو شمېر ډېر شي.
په چاودنو کې ځینې ودانۍ زیانمنې شوې او ویجاړې شوې دي.
میدوګوري د نایجریا شمال ختيخ کې د پوځ یو قوي مرکز ګڼل کېږي، چې له همدې ځایه له اورپکې بوکو حرام ډلې پروړاندې جګړه کوي.
بوکو حرام اورپکه ډله په نایجریا کې د اسلامي شریعت راوستلو په پلمه جنګېږي.
"بوکو حرام" د (رسمي تعلیم د حراموالي) په معنا دی.
بوکو حرام د پوځ او حکومت پرضد په وروستیو میاشتو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.
عیني شاهدان وايي، دواړې چاودنې د موتربم په وسیله شوې، چې یوه یې د ښار هوايي ډګر ته څېرمه د یوه ولسي بازار د خلکو ګڼه ګوڼه کې وشوه، خو څو دقیقې وروسته بله چاودنه وشوه.
هوايي بریدونه
بل خوا، عیني شاهدانو دا هم ویلي، چې داګلان ښار ته څېرمه د پوځ هوايي بریدونو لږترلږه ۲۰ کروندګر په نښه کړي او وژلي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د پوځ جنګي الوتکو په شمال ختيځ کې ګڼ کلي په نښه کړي.
دوی وايي، چې هدف یې د بوکو حرام اورپکي په نښه کول وو.
د نایجریايي پوځ ویاند ویلي، چې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه هېڅ معلومات نه لري.
د نایجریا ولسشمر ګوډلک جونتان تېره میاشت د هېواد درو شمالي ولایتونو اداماوا، یوب او بومو کې بېړنی وضعیت اعلان کړ.
خو د هغه مخالفان وايي، د بېړني حالت اعلانول د بوکو حرام اورپکې ډلې د ځپلو لپاره کارنده نه بولي.








