امريکا نن بوکو حرام ترهګره ډله اعلانوي
په امریکا کې چارواکي وايي د بهرنیو چارو وزرات په پام کې لري چې د نایجریا بوکو حرام اسلامپاله ډله د ترهګرې ډلې په توګه وپېژني.
اټکل دی چې دغه ګام د نن ورځې په وروستیو کې پورته شي.
دا په دې مانا ده چې د امریکا څارګرې ادارې به له بوکوحرام ډلې سره د کار او مالي راکړو ورکړو مخه ونیسي.
دغې ډلې ته د توکو برابرول او ملاتړ به د امریکا د قانون له مخې جرم وګڼل شي.
بوکوحرام ډله د نایجریا په شمال کې اسلامي قانون پلي کول غواړي او ادعا کیږي چې د زرګونو کسانو په مړینه کې لاس لري.




