اوکراین کې یو اړخیز اوربند اعلان شو

د دغه اوربندیز اعلان به تر څو ساعتو یا څو ورځو پورې وشي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د دغه اوربندیز اعلان به تر څو ساعتو یا څو ورځو پورې وشي

د اوکراین ولسمشر د یو اړخیز اوربند وړاندیز کړی تر څو روسي پلوه یاغیانو ته د ټوپک ایښودو فرصت ور کړی شي.

د اوکراین دولتی خبري اژانس په وینا، پیټرو پورو شينکو ویلي، چې د سولې طرح به ژر تر ژره پلي شي.

له دې اعلان نه یوه ورځ مخکې د اوکراین ولسمشر د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتين سره تلیفوني خبرې کړې وې.

هغوی په ختیځ اوکراین کې د روسيي پلوه یاغیانو له خوا له حکومتي ځواکونو سره پر روانه جګړه خبرې وکړې.

په کیف کې له خبریالانو سره په خبرو کې د اوکراین ولسمشر وویل، چې اوربند به د 'کم وخت' لپاره وي تر څو روسي جنګیالي له هیواده ووځي.

د ولسمشرۍ ویاند بي بي سي ته وویل، د دغه اوربند اعلان به تر راتلونکو څو ساعتو یا څو ورځو پورې وشي.

د روسيې او اوکراين ترمنځ وروسته له هغه جنجالونه راپوروته شول، چې په ختيځ اوکراين کې د دوينڅک او لوهانڅک وګړو د يوې ټولپوښتنې په پايله کې خپلواکي اعلان کړه.

تر دې وړاندې کريميا چې د اوکراين ټاپو و، د يوې ټولپوښتنې په پايله کې له اوکراين نه جلا او له روسيې سره يو ځای شو.

د اوکراين حکومت او لويديځو هېوادونو دغه دغه ټولپوښتنه ناقانونه وبلله.