اوکراين: ماريوپول کې سخته جګړه روانه ده

د عکس سرچینه، AFP
د اوکراين په ختيځ کې حکومتي ځواکونو د بيلتونپالو ياغيانو پر ضد عمليات پيل کړي او د ماريوپول په بندر کې د سختې جګړې راپورونه ورکړای شوي دي.
د کورنيو چارو وزير ارڅيني اواکوف وايي امنيتي ځواکونو په ښار کې د بيلتون غوښتونکو پياوړی مرکز تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.
راپورونه وايي په دغو نښتو کې پنځه روس پلوي ياغيان وژل شوي او څلور امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
په يوه بل ځای کې ياغيانو بيا تاييد کړې چې له دوی سره درې ټانکونه شته دي.
د دونتڅک په بېلابېلو ښارونو کې د دغو ټانکونو فلم اخيستل شوی چې دې د کيف او مسکو تر منځ ناندرۍ راټوکولې دي.
د اوکراين ولسمشر پيتر پروشينکو د هېواد په ختيځ کې د ټانکونو د شتون په اړه خپل روسي سيال ولادمير پوتين ته اعتراض کړی دی.
خو روسيې د اوکرايني چارواکو دا ادعا رد کړې چې ګواکې د دوی ټانکونه دې د اوکراين ختيځ ته ننوتي وي.
له هغه راوروسته چې په لوهانس او دونتڅک کې روس پلوو بيلتونپالو له اوکراين نه د يوې ټولپوښتنې په ترڅ کې خپلواکي اعلان کړې سلګونه جنګيالي او ملکيان وژل شوي دي.
دغه ټولپوښتنه کيف او لويديځو هېوادونو ناقانونه وبلله.
د اوکراين له پلازمېنې کيف نه د بي بي سي خبريال ډېوېډ سټېرن وايي د جمعې ورځې عمليات له شا تګ وروسته د امنيتي ځواکونو لپاره بری بلل کېږي.
د اوکراين د کورنيو چارو وزير ښاغلی اواکوف وايي حکومتي ځواکونو د ښار د شورا پر ودانۍ ملي بيرغ پورته کړی. دغه سيمه څو ځله لاس په لاس شوې ده.
ښاغلي اواکوف وویل دغه عمليات، چې نن سهار پيل شوي، له پلان سره سم پر مخ روان دي.
د روسيې او کراين ترمنځ وروسته له هغې لانجه راوټوکېده چې اروپايي پلوو مظاهره چيان پخوانی ولسمشر ويکتور يانوکووېج له واکه لرې کړل.
دې لانجې وروسته له هغه نور زور واخيست چې د کريميا اوسېدونکو د يوې ټولپوښتنې په ترڅ کې له اوکراین نه د بېلېدو او له روسيې سره د يو ځای کېدو اعلان وکړ.








