پر روسیې د G7 هېوادونو د نویو بندیزونو خبرداری

اټکل و، چې دغه سرمشریزه د روسیې سوچي کې جوړه شي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اټکل و، چې دغه سرمشریزه د روسیې سوچي کې جوړه شي.

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو په يوه ګډه بيانيه کې روسيه د (اوکراين د ځمکنۍ بشپړتيا د سرغړونې د دوام له امله) غندلې او خبرداری يې ورکړی چې د نورو بنديزونو لګولو ته چمتو دي.

د برتانيا، جرمني، امريکا، ايټاليا، جاپان، فرانسې او کاناډا مشران چې د بروکسل په غونډه کې دي په دغه بيانيه کې ويلي روسيې ته د سزا ورکولو لپاره د (هدفي بنديزونو ډېرېدو او معنا لرونکو اقداماتو) پورته کولو ته چمتو دي.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل هم په دې اړه خبريالانو ته وويل (موږ نه شو کولای په اوکراين کې تر دې ډېره بې ثباتي وزغمو).

'سخت بندیزونه'

اغلې مېرکل وويل: ''موږ مخکې هم ويلي و، چې په دې اړه يوه درې پړاوويزه طرحه لرو: په اقتصادي برخه کې له اوکراین نه ملاتړ، له روسيې سره خبرې اترې او که پرمختګ و نه شي د سختو بنديزونو شونتيا هم شته''.

دا غونډه له هغه راوروسته چې روسيه د کريميا د يو ځای کېدو له امله له دغې ډلې ووېستل شوه او د اتو صنعتي هېوادو ډله پر اوو بدله شوه، د دوی لومړنۍ غونډه ده.

د اوکراين په ختيځ کې چې له روسيې سره ګډه پوله لري، نااراميو زور اخيستی او روس پلوې ملېشې او حکومتي ځواکونه د خپلو سنګرونو د ساتلو او نور پرمختګ لپاره جګړې کوي.

لويديځ هېوادونه روسيه تورنوي چې د اوکراين په ختيځ کې د ناکراريو په دوام کې لاس لري، خو مسکو دا تورونه ردوي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، لويديځ هېوادونه روسيه تورنوي چې د اوکراين په ختيځ کې د ناکراريو په دوام کې لاس لري، خو مسکو دا تورونه ردوي

لويديځ هېوادونه روسيه تورنوي چې د اوکراين په ختيځ کې د ناکراريو په دوام کې لاس لري، خو مسکو دا تورونه ردوي.

ټاکل شوې وه د صنعتي هېوادونو دا غونډه د روسيې په سوچي ښار کې جوړه شي، خو د روسيې له لرې کېدو وروسته دا غونډه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې وشوه.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما دا مهال د دريو اروپايي هېوادونو په سفر بوخت دی.

ښاغلي اوباما د بروکسل له غونډې وړاندې پولنډ ته سفر وکړ او دغه راز يې د اوکراين له ټاکل شوي ولسمشر سره د ليدنې پر مهال له اوکراين سره د لا زياتو مرستو ژمنه وکړه.